د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۲

کېري په افغانستان کې د سولې روانې هڅې ګونګې دي


افغانستان او سیمې ته د امریکایي سناتور جان کېري سفر او اهداف یې نن بیا هم په کابل کې د خپریدونکو ورځپاڼو د بحث اساسي مساله جوړوي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د جان کېري د سفر په اړه خپل بحث ده ته په دې خطاب پیل کړی، چې ښاغلی کیري دلته سوله نه جګړه بې تعریفه ده.

د ورځپاڼې دا خطاب د جان کېري له هغو څرګندونو سرچینه اخلي، چې ویلي په افغانستان کې د سولې روانې هڅې ګونګې او بې تعریفه دي.

ورځپاڼې د جان کېري دا ډول څرګندونې په حقیقت کې په افغانستان کې د هغو کړیو د غوغا تایید بللې، چې د سولې له هڅو سره مخالفت څرګندوي.

ورځپاڼې د بې هویته او بې ضمیره خلکو په خوله په هېواد کې د سولې له روان بهیر سره د امریکایي چارواکو مخالفت یوه داسې خنده وونکې ډرامه بللې، چې د ورځپاڼې په وینا نړیوال پرې نه شی تیر ایستلی.

ورځپاڼې د خپل بحث په وروستۍ برخه کې دا ډاډ څرګند کړی، چې افغانان به دا ثابت کړي، چې سوله د دوی غوښتنه، ارمان او اړتیا ده او د ترلاسه کولو لپاره به یې هره قرباني ورکړي.

د کابل پاتې ورځپاڼو بیا تر ډیره د جان کیري د سفر د پاکستان په اړخ بحثونه کړي او له پاکستاني چارواکو سره یې لیده کاته راخستي دي.

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي، چې جان کیري پاکستاني چارواکو ته خبرداری ورکړی، که د اسامه د وژنې په تړاو راپورته شوې پوښتنې ځواب نه کړي او د دوی غوښتنې و نه مني، نو درې میلیارډه ډالره مرستې به کمې کړي.

ورځپاڼه لیکي، چې کیري له ځان سره یو شمیر اسناد او سي ډي ګانې هم وړي او غواړي پاکستاني چارواکو ته یې وښیي، چې اسامه په ایبټ اباد کې څه کول او له پاکستاني پوځي چارواکو سره څومره په تماس کې وو؟

ورځپاڼه لیکی، چې امریکا په نهایت کې دا غواړي، چې پاکستان د طالبانو او حقاني ډلې مشران وروسپاري.

خو هیواد دولتي ورځپاڼې بیا سیمې ته د جان کېري د سفر اساسي اهداف څه بل څه بللي او لیکلي یې دي، چې دی هڅه کوي، چې د اسامه بن لادن له وژلو وروسته له پاکستان سره ترینګلې شوې اړیکې ورغوي.

ورځپاڼه لیکي، چې د جان کېري د سفر یو بل هدف دا دی، چې د افغانستان او پاکستان له مشرانو سره په خبرو کې په سیمه کې د ترورزم په خلاف په روانه مبارزه کې یو نوې خوځښت او همغږي رامنځ ته کړي.

د ورځپاڼې په وینا دا هغه څه دي، چې په اوس وخت کې سیمه او په تیره بیا افغانستان او پاکستان ورته اړتیا لري.
XS
SM
MD
LG