د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۶

ګڼو وزګارو ځوانانو ته په اونیو اونیو هم کار نه پیداکیږي


په کابل کې د وزګارو ځوانانو ډله ورځ په ورځ زیاتیږي
په کابل کې د وزګارو ځوانانو ډله ورځ په ورځ زیاتیږي
په دې شپو ورځو کې د هوا له تودېدو سره د هېواد له بېلابېلو ولایتونو او لېرې پرتو سیمو څخه په زرګونو وزګارو ځوانانو کابل ته مخه کړې ده.

دوي هره ورځ د کاراو مزدوری په تمه د ښار په مختلفو سیمو کې کری ورځ انتظار باسي، په دوي کې بختور هغه دی چې په اوونۍ کې یي دوه یا درې ورځې کار وموند.

د دوي ترڅنګ که یوه موټر تش بریک ونیسي، ټول پرې را سره شي او فکر کوي چې ګواکې د صاحب مزدوران په کار دي.

په ولایتونو کې د پروژو کارونه هم د پخوا په شان تاوده نه دي، لاس مزدوري هم له یوې ورځې نه بلې ته کمیږي او دې وضیعیت سخت اندیښمن کړي دي.

یوه وویل، که د ځوانانو روانې ستونزې همداسې دوام وکړي، دا ویره شته چې ډیر یې بې لارې شي.

(دوي زیاتره له ولایتونو او لېرې پرتو سیمو څخه کابل ته راغلي او وایي چې که په ولایتونو کې ورته کار او د لاس مزدوري وموندل شي، هیڅکله به دوی کلی، کور او سیمه پرې نه ږدي.)

دوي زیاتره له ولایتونو او لېرې پرتو سیمو څخه کابل ته راغلي او وایي چې که په ولایتونو کې ورته کار او لاس مزدوري وموندل شي،هیڅکله به دوي کلی کور او سیمه پرې نه ږدي:

(زما نوم حکمت اله دی ، د غزني له اندړو راغلی یم ، هلته ځمکه لرم خو اوبه یي نشته ، نور کارونه هم نشته ، لوږې را اخیستي یو د کار په لټه کا بل ته راغلو دلته هم کارونه نشته، که په خپل ولایت راته کار پیدا شي، یو قدم به هم چیرې لاړنه شم.)

دوي له دولت او نړېوالې ټولنې ګیله من هم وو او ویل يي چې د هېواد د وزګارو شمېر له یوې نه بلې ته زیاتیږي خو مسئولو کورنیو او بهرنیو موسېسو ورته لازمه پاملرنه نه ده کړې.

د افغانستان مدني ټولنې او د کارګرو مختلفې اتحادیي روانه ستونزه ، د ټولنې په ګټه نه ګڼي او وایي چې دولت باید دغه جوړوونکی قوت، په ښه توګه تنظیم کړي.

د افغانستان د زحمتکشانو او مزدورانو د اتحادیي ريیس ډاکتر لیاقت عادل ازادۍ رادیو ته وویل چې دولت باید ژر تر ژره دا وړتیا ومومي چې د روانو ستونزو حل ته د نړېوالی ټولنې او د کار د نړېوال سازمان مرستې جلب کړي:

(په هېواد کې شاوخوا درې نیم میلیونه خلک وزګار دي، په دوي کې اویا فیصده خلک مسلکي کارونه نه شي کولای.

دولت ته پکار ده چې د نړېوالې ټولنې په مرسته دا کارګر د دې وړ کړي چې د وخت د شرایطو سره سم کار وکړای شي، همدا رنګه شاوخوا نهه میلیونه افغانان د لوږې له خطر سره مخ دي.)

د افغانستان د کار او ټولیزو چارو وزارت د هېواد د وزګارو له ستونزو سترګې نه پټوي خو وایي چې په وروستیو څو کلونو کې یي په لسګونو ځوانان د حرفو د زده کړو په مرکزونو کې روزلي اوهڅه کوي چې د هېواد کارګرو ته په بهرنیو ملکونو کې د کار اسانتیاوې برابرې کړي، د دې وزارت ویاند ډاکتر فرید رائید ازادۍ رادیو ته وایي:

(د هېواد وزګارو خلکو ته د روان کال لپاره یو پلان جوړ شوې چې له مخې به یي ګڼ شمېر کارګرو ته د کار زمینې برابرې شي له ایران څخه یو تړون لرو چې د هغوي متخصصین د هېواد په پنځو زونونو کې د کارګرو د روزنې مرکزونه جوړ کړي.

په دې مرکزونه کې به افغان کارګر مسلکي شي او له هغې وروسته به د کار لپاره یو شمېربهرنیو هېوادونو ته ولیږل شي، ترکیه او قطر زموږ څخه کارګرغوښتي او انشاالله خپل کارګر به د دې وړ کړو چې هلته کار وکړای شي.)

خلک وایي، له دوه زره لومړي کال راهیسي له ایران او پاکستان څخه میلیونونه افغانان هېواد ته راستانه شول، خو ډیری یي د کار د نشتوالي له امله غواړي هر ډول کړاو وزغمي خو چې بیرته ایران یا پاکستان ته لاړ شي.

ډاکترفرید رائید وایی، د هېواد نورو وزارتونو ته پکار ده چې د دوي په پلانونو کې د هېواد د کارګرو او وزګارو د ستونزو حل ته پروګرامونه په پام کي ونیسي.

ډاکتر رایید دا هم وویل، په دې برخه کې یو لړ کارونه ترسره شوي، خو کافي نه دي .


خان محمد سیند،کابل
XS
SM
MD
LG