د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۵

افغان زندانیانې:په ټولنه کې د خپل حیثیت د اعادې غوښتنه کوو


په افغانستان کې که څه هم په زندانونو کې دننه د بندیانو په وضع کې د مثبت بدلون یادونه کیږي، خو هغه نارینه او په تیره بیا ښځې، چې د بند سزا یي ګاللې وي، نه شي کولې په ټولنه کې خپل حیثیت اعاده کړي، چې د کابل د بادام باغ زندان کې هم زیات شمېر بندي ښځې همدې مسئلې ته اندیښمنې دي.

که څه هم زندان ته ننوتل اسانه نه دی او باید په ډیرو ځایونو کې تلاشي شوې وای، خو سخته خبره دا وه، چې بندي ښځو له موږ سره خبرو ته غاړه نه ایښودله.

وروسته له زیاتو هڅو یوه بندي میرمن د نوم د نه ښودلو په شرط خبرو ته حاضره شوه.

دې په خپلو خبرو کې که څه هم د زندان له وضعې نه رضایت څرګند کړ، خو د رسنیو هغو رپورټونو زیاته خوا بدې کړې، چې وایي په زندان کې له ښځو نه ناوړه جنسي ګټه اخیستلې کیږي.

دا وایي:

(دلته د زندان په ودانۍ کې اصلا هیڅ نارینه نشته او دې خوا ته نه راضي، ان یو اووه کلن هلک هم دلته اجازه نه لري چې راشي.

کله چې د بندي ښځو په اړه داسې خبرې اورم نو دا پوښتنې راته پیدا شي چې ایا دا ښځې حیثیت نه لري؟ ایا دا ښځې په زندانونو کې پیدا شوي؟ په زندانونو کې هم ښځې کورنۍ لري.

نو دا څنګه امکان لري، چې یو بندي ښځه په زندان کې داسې کار وکړي چې د هغې او د هغې کورنۍ او خپلوانو ته د حیثیت له پلوه زیان واوړي.

زما وجدان ماته دا هیڅکله اجازه نه راکوي چې زه یو نارینه ته دلته ان لاس ورکړم، نورې خبرې خو لا څه.)

د بادام باغ ښځینه زندان په دریو پوړونو کې جوړ شوې، چې په کې بندیان په ازاد ډول د یو بل خونې ته ورتلای شي.

که څه هم دا زندان د نورو په څیر جګ دیوالونه لري، چې اغزن سیمونه پرې تاو دي او د بندیانو د تیښتې د مخنیوي لپاره ټول تدابیر نیول شوي.

په زندان کې دا ټول تدابیر په هر حالت کې انسان ته دا احساس ورکوي، چې دا د عادي خلکو ځای نه دې او زه هم له دې احساسه خالي نه ووم.

البته له نورو زندانونو سره د دې زندان یو توپیر ښایي دا وي، چې دلته بندیانې ښځې په کوم ځانګړي یونیفورم کې نه بلکې سینګار کړې او په رنګارنګ جامو کې ګرځیدلې.

په دغه زندان کې یو شمېر میرمنې په روزنیزو او حرفوي زده کړو بوختې وې، چې په هغو کې د کمپیوټر، انګلیسي ژبې او لیک لوست کورسونه هم شامل دي.

د دې ترڅنګ دوي ته حرفوي زده کړې هم ورکولې کیږي، څو له بند نه د خلاصېدو وروسته وکولاې شي په ځان بسیا شي.

د زندان په ټولو کوټو (خونو) کې میرمنو ته راډیو او ټلویزیون هم لګیدلی څو د زندانه د بهر په اوضاع باخبره اوسي.

په زندان کې لیدا یوه بله میرمن ده چې د خپل میړه د قتل په جرم په شپاړلس کاله بند محکومه ده.

میرمن لیدا هم، چې له تیرو اوو کلونو راهیسې په بند کې ده او د دې په نه موجودیت کې لورګانې واده او کوژده شوي له ټولو هغو ګیله لري چې ولې په دوي په ناحقه اخلاقي تورونه لګول کیږي.

ښځینه بندیانې وایي، چې له ماښام نه تر سهار ناوخته پورې د دوي د زندان عمومي دروازه مهر ولاک کیږي، څو دا ډول کوم خطر رامنځ ته نه شي.

په کابل کې د بشر د حقوقو خپلواک کمسیون هم وایي، چې د افغانستان په زندانونو کې اوس مهال دا ستونزه نشته، خو په ولایتونو کې د ښځینه زندانونو نشتوالی د ښځینه بندیانو لپاره یوه اساسي ستونزه بولي.

د بشر حقوقو د زندانونو د څانګې مسوول شمس الله احمدزی وایي چې دا حالت د زغم او امکان نه لیری دی چې ښځینه بندیانې د نارینه وو سره په یوه ځای کې بندي شي.

نوموړې دا هم د ښځو لپاره نامناسبه او د افغاني کلتور سره په ټکر کې بولې، چې یوه بندي میرمن دې د کوم بل نارینه په کور کې په امانت ډول وساتل شي څو د ممکنه بند موده تیره کړي.

ښاغلی احمدزی وایي، چې نه شي کولای په داسې مواردو کې لومړی امین کس پیدا کړي او بیا باور پرې وکړي چې مجرمه میرمن به د امین کس په کور کې له هر اړخه خوندې وي.

د ښاغلي احمدزي په وینا په ولایتونو کې د ښځینه زندانونو د نه موجودیت له امله، تیر کال په لوګر ولایت کې په یوې مجرمې نجلې د همدې ولایت د عدلیی رییس له خوا جنسې تیرې وشو.

دمګړی د کابل د بادام باغ په ښځینه زندان کې تر یو سل او اویا میرمنې ساتلې کیږي، چې اکثرو یي اخلاقي او یا هم د قتل جرمونه کړي دي.

رپورټ: مخفي عزیزی، کابل
XS
SM
MD
LG