د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۱

پكتيا:سرحدي پوليسو ته د جوړ شوي مركز پرانیستنه وشوه


د پکتیا والي جمعه خان همدرد
د پکتیا والي جمعه خان همدرد
د پكتيا په څمكنيو ولسوالۍ كې د اته ميليونه امريكايي ډالرو په لګښت د سرحدي پوليسو لپاره جوړ شوى مركز له پرانیستنې وروسته ګټه اخيستنې ته وسپارل شو.

دغه مركز چې په څلور جريبه ځمكه كې جوړ شوى، پرې راغلى لګښت يې د امريكا هېواد د نظامي څانګې له خوا وركړل شوى.

د ودانۍ د پرانیستنې په مراسمو كې د پكتيا والي جمعه خان همدرد او په ملي شورا كې د پكتيا د خلكو استازو، نظامي چارواكو او د سيمې مخورو ګډون كړی وو .

د پرانیستنې د مراسمو پر وخت پكتيا والي جمعه خان همدرد رسنيو ته وويل، دغه مركز چې په ټولو امكاناتو سمبال په پاخه او اساسي ډول جوړ شوى دى، ټولټال اته بلاكونه لري.

نوموړي زياته كړه، په دغه مركز كې دا مهال څلور سوه شپېته تنه سرحدي پوليس په دندو بوخت دي، چې د څلور ويشت ساعته برېښنا سربېره ټول امكانات ورته برابر شوي دي.

هغه دا هم وويل، چې دوي تل په دې هڅه كې دي چې د نورو رغنيزو چارو تر څنګ د سرحدي پوليسو روزنې او تجهيز ته خاصه پاملرنه وكړي.

په څمكنيو ولسوالۍ كې د سرحدي پوليسو لپاره دغه مركز په داسې حال كې جوړېږي چې ترې څو اوونۍ وړاندې د دې ولايت په زرمت ولسوالۍ كې هم د ديارلس نيم ميليونه امريكايي ډالرو په ارزښت د عامه نظم پوليسو ته مجهزه ودانۍ جوړه شوه.

څمكني د مركز ګرديز ختيځ ته په ۷۵ كيلومتر ي كې پرته ولسوالۍ ده، چې د ډيورنډ كرښې سره پينځلس كيلومتره فاصله لري.

د سيمې د خلكو او حكومتي چارواكو په وينا د څمكنيو په ګډون د هغو ولسواليو امنيتي وضعيت په دې وروستيو كې له پخوا څخه ښه شوى چې له ډيورنډ كرښې سره نږدې پرتې دي.

دغه چارواكي د سرحدي ولسواليو د امنيت د ښه كېدو يو ستر لامل سرحدي پوليسو ته ځانګړې پاملرنه او د سيمې د خلكو مخلصانه همكاري بولي

راپور – لمر نيازى - پكتيا
XS
SM
MD
LG