د هند صدراعظم من موهن سنګ کابل ته ځي، په هند کې یوه حکومتي چارواکي چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله وویل، چې وخت حساس دی ځکه د دې سفر دقیقه نیټه نه څرګندوو، خو په څو ورځو کې به دغه دوه ورځنی سفر ترسره شي.
د هندي چارواکي په وینا من موهن سنګ به په کابل کې له افغانستان سره د میلیونونو ډالرو نوې مرستې اعلان وکړې او له ولسمشر حامد کرزي سره به د هند او کابل تر منځ د ستراتیژیک تړون پر مسالې خبرې وکړي.
د هند د صدراعظم سفر په داسې وخت کې چې هسې هم د پاکستان د پوځ د روزنې مرکز ته څیرمه په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن د وژلو له امله د امریکا فشار په زیاتیدو دی، اسلام اباد اندیښمن نه کړي؟
دا پوښتنه احمد شیبر د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي له استاد نصرالله ستانکزي څخه د یوې مرکې په ترڅ کې کړې ده، چې دا مرکه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شئ.