د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۹

واشنګټن:له ملا عمر سره باید څه ډول چلند وشي؟


د امریکا د متحده ایالاتو په سنا کې د وسله والو خدمتونو د کمېټې مشر سناتور کارل لیفن د مې په شپږمه له ABC تلویزیون سره مرکې کې وویل:

“د پاکستان حکومت به بیا هم همدا خبره کوي چې دوي نه پوهیدل د بن لادن په څېر جګ پوړې کسان دي په دې هیواد کې وي.

دوي به دا استدلال کوي. دا به ډېره ګرانه وي چې ومنو د پاکستان جګ پوړې کسان په دې مسلې نه پوهیدل.

دوي به دا خبره کوي، خو دا به نه وایي، چې د حقاني تروریستان چیرې دي، دا ځکه دوي پوه دي چې موږ ته یي دا خبره کړی ده. کله چې موږ د پاکستان له حکومت نه په دې اړه پوښتلې، پلمه یي کړې او موږ ته یي ویلي، حقاني تروریستان به ونیسي.

کلونه تېر شول. موږ لا هم په حقاني پسي ګرځو خو د پاکستان حکومت دا کار نه کوي. دا هغه پوښتنه ده چې د پاکستان حکومت ته باید په جدیت سره راجع شي.”

سناتور لیفن زیاته کړه، په دې کې هیڅ شک نشته چې پاکستان ته د ملا عمر او نورو طالب مشرانو ځای معلوم دی .

سناتور لیفن د وسله والو په ټکولو کې د پاکستان د نه همکارۍ څخه د شکایت کولو پر مهال وویل، وسله وال د پاکستان له خاورې څخه افغانستان ته اوړې او هلته امریکایي عسکر وژنې.

په داسې حال کې چې سناتور لیفن د اسلام اباد د حکومت په اړه خواشیني وښودله، جګ پوړي امریکایي جنرال ریچارد میلز د پنجشنبې په ورځ د امریکا د پوځ د راتلونکي بل اقدام خبره وکړه.

ده د مې په پنځمه فرانسپریس خبري اژانس سره په مرکې کې وویل، که چیرې زه د ملا عمر پر ځای وایي، نو حتما به اندیښمن وای. د اسامه بن لادن وژنې وښودله چې امریکایان متوجه شوي دي.

پاکستاني ژورنالیست رحیم الله یوسفزی چې له اسامه بن لادن سره د یو شمېر مرکو له امله شهرت ته رسیدلی او د طالبانو په اړه هم ژور معلومات لري، په دې باور دی چې له بن لادن وروسته امریکایان د ملا عمر په لټه کې دي،یوسفزی وایي:

“له کومه ځایه چې موږ له ولسمشر اوباما څخه اوریدلې، امریکایان فکر کوي، که چېرې دوي د نورو مهموهدفونو په اړه موثق او مهم استخباراتي معلومات تر لاسه کړي نو د بن لادن د وژنې په څېر به بله حمله هم وکړې او زه فکر کوم ملا
ملا عمر
عمر به په دې مهمو هدفونو کې شامل وي.”

د بن لادن له وژنې وروسته ملا عمر او د طالبانو نور مهم کسان چې نړېوال یي سخت په لټه کې دي، لا هم ژوندي ګرځي او داسې انګېرل کیږي چې دوي په افغانستان کې د وسله والو طالبانو چارې پر مخ وړې.

ویل کیږي چې ملاعمر د پاکستان په کوټه کې چېرې پټ دی او زیات شمېر کارپوهان په دې اړه، د طالبانو د کوټې شوری موجودیت د ادعا مصداق بولې.

په واشنګټن کې یو شمېر څیړونکي په دې باور دي چې ملا عمر ممکن په کراچۍ ښار کې وي. د کراچۍ ښار کې د ملا عمرموجودیت ځکه امکان لري چې په دې ښار کې شاوخوا ۱۲ میلیونه خلک ژوند کوي او د سخت دریځو سیاسي غور ځنګونو د ساتنې او پالنې اوږده سابقه هم لري.

په دې ښار کې زیات شمېر پښتانه هم ژوند کوي او کېدای شي د قومې اړیکو پر اساس یي د طالبانو جګ پوړي مشران ساتلي وي.

د اسامه بن لادن له وژنې وروسته د امریکا سیاست والو په افغانستان کي له وسله والو سره د سولې او ډپلوماسۍ خبرې هم کړیدي. د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلنټن د می په ۴ مه پدي اړه وویل، د بن لادن وژنه ممکن طالبانو ته نوی احساس ورکړې چي د خبرو او مذاکرو مېز ته کیني.

په واشنګټن کي د امریکن سیکوریتې پروجکټ په نامه څېړنېزې موسسې غړی، جاشووا فووست وایي، د بن لادن له مړینې وروسته داسي بریښې چی په افغانستان کي له وسله والو مخالفانو سره د خبرو سیاسي هلي ځلې زیاتې شویدي. دی وایي:

“د بن لادن له مړینې وورسته په الفاظو او لهجو کي بدلون راغلی. زه نه پوهیږم چي دا بدلون به څه نتیجه ورکړې خو دا ممکنه چي د جمهور رییس اوباما اداره له پوځې انتخاب څخه په شا شوې او زیار باسي خپل زیات پام سیاسی حل ته واړوې. پداسي یوه حالت کي به د امریکا د حکومت لپاره دا منطقې وي چي د ملاعمر د وژلو په لټه کي نشي.”

که څه هم چی د ملا عمر درک او څرک تر اوسه ندی لګیدلی او غږ یي هم ندی پورته شوی خو داسي بریښې چي دی لا هم د طالبانو وسله والو مقاومت رهبري کوي . د رحیم الله یوسفزي په وینا، طالبان د ملاعمر له هدایت او اجازې پرته هیڅ عمل نکوي. دی لا هم د متعهدو طالبانو قوماندان دی.

په قبایلې سېمو کي د ملا عمر او یا حقانې تروریستي شبکې پرضد د ایتلافي ځواکونو د هر ډول خپل سري عمل په وړاندي ممکن پاکستان غبرګون ښکاره کړي .

د پاکستان د پوځ لوي درستېز جنرال اشفاق کیاني د مي په پنځمه د پوځ د جګ پوړو قوماندانانو په غونډې کي وویل، د بن لادن د وژنې په څېر هرډول ورته عمل به د پاکستان له ځمکنې حاکمیت څخه سرغړونه وي او له متحده ایالاتو سره به ددي هیواد په پوځي او استخباراتي همکاریو باندي د بیا کتنې ضرورت رامنځ ته کړې.

د امریکن سیکوریتې پروجکټ څېړنېز مرکز غړی ښاغلی فووست پدي باور دی، د القاعده او طالبانو د پاتې مشرانو پر ضد د واشنګټن هر ډول پریکړه به آسانه او ساده پریکړه نه وي. پدي پریکړې باندي د توافق لپاره به امنیتي او ملکي مشران په خپلو کي سخت بحثونه وکړې او وروسته به عمل وکړي.
XS
SM
MD
LG