ښایې تاسو به هم اوریدلي وي، چې په ځینو سیمو کې د میراث په سر د کورنیو د نژدې غړو تر منځ شخړې رامنځته کیږي، زیاتره وخت بیا داسې کیږي چې ورور خور ته له پلار نه پاتې شوی مال او جایداد کې حق نه ورکوي، ځکه وایي چې د خور حق د خاوند په کور کې وي.
حال دا چې د اسلام له نظره یوه خور د ورور په نیمه اندازه د پلار په مال کې حق لري نیمه اندازه ځکه چې نور حق د خاوند په کور کې ورکول کیږي.
زموږ ټولنه اسلامي ټولنه ده او د اسلام مبارک دین د ټولو انسانان حق په عادلانه توګه ورکړی د سترې محکمې د اسنادو رئیس مولوي مصطفي بارکزی میرمنو ته د میراث ورکولو په هکله وایي، چې که چېرې خور له ورور نه حق غواړي نو ورور مجبور دی چې د هغې حق ورکړئ .
د کابل اوسیدونکې نظیفه چې د کورنیو شخړو له امله خاوند له کوره ویستلې اوس مجبوره ده چې د مور په کور کې ژوند وکړي او له خپلو ورونو نه له پلار نه پاتې میراث وغواړي، خو له بده مرغه ورور یې سره له دې چې میراث نه ورکوي په دې او مور یې لاس هم پورته کړي .
بارکزی وایي، چې دوي ته هم ډیر داسې کسان راځي چې د میراث په سر یې لانجې وي حال دا چې د میراث حق مالوم دی، چې څومره چاته رسیږي .
ځینې کسان بیا کونډو میرمنو ته د خسر په میراث کې حق نه ورکوي د شکر درې اوسیدونکې مریم وایي، چې د خاوند له مرګ نه یې وروسته لیوره د خسرد کور میراث نه ورکاوه.
د غزني اوسیدونکی رمضان وایي، چې هغه هم ډیرې کورنۍ لیدلی چې د میراث په سر په خپلو کې خفګان کوي بیا یې شخړې دومره لوې شي چې تګ راتګ پریږدي د هغه په فکر تر ټولو ښه لاره دا ده چې د کورنۍ یا قوم مشر په خپل ژوند د ټولو حق ورمالوم کړي .
تاسو د میلې په وخت د میله ځای د پاکۍ یا نظافت لپاره کومې خبرې په پام کې نیسئ؟ که چیرې میله ځای پاک ونه ساتل شي زیان یې چا ته رسیږي.
د کابل اوسیدونکې حمیده هم له دې شکایت کوي، چې ځینې کسان د میله ځای د پاکۍ خیال نه ساتي .
او د خپرونې په وروستيو كې تمثیلي ټوټه هم اورېدلاى شئ.
دا خپرونه په كابل كې فرشته مرسل برابروي چې د هرې سې شنبې او چهار شنبې په ورځو خپريږي.
دا خپرونه د پاڼې په کیڼ اړخ کې د(ږغ) له برخې اورېدلی شي.