د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۱۴

پاکستان د افغان ملي کرکټ ټیم سره د مرستې ژمنه وکړه


که څه هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سیاسي او اقتصادي چارو کې تل د ناستو او غونډو خبرونه خپریږي، خو دا لومړې ځل دې، چې د دغه هېواد یو چارواکې په افغانستان کې د سپورټ له ودې سره د همکارۍ ژمنه کوي.

د پاکستان د سپورټ وزیر انجینر شوکت الله، چې کابل ته په یو رسمي کابل ته راغلې وو د افغانستان د کرکټ بورډ له مشرانو سره په خبرو کې د کرکټ د ودې او پراختیا په برخه کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

د ده په وینا دواړه ګاونډي هېوادونه کولاې شي، چې د سپورټ له لارې د تروریزم او جګړې په خلاف مبارزه وکړي او د سولې هدف ترلاسه کړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سپورټ په پرتله د نورو سیاسي او ټولنیزو برخو پر سر دولتي چارواکو په ډېرو غونډو کې برخه اخیستې، خو د پاکستان د سپورټ وزیرانجینر شوکت الله د شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د کرکټ بورډ له چارواکو سره د سپورټ د برخې په پرمختګ خبرې اترې وکړې.

د دې ترڅنګ د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوي مشر نسیم الله دانش هیله مندي وښوده چې پاکستان خپلې کړې ژمنې تر سره کړي او د افغانستان د کرکټ له ملي ټیم سره د خپلو همکارېو لمن پراخه کړي.

په دغه خبري کنفرانس کې چې د افغانستان په کرکټ بورډ کې وشوې د افغانستان د کرکټ بورډ پر چارواکو سربیره په کابل کې د پاکستان سفارت ځینو ډیپلوماټانو هم برخه اخیستې وه او په پای کې د افغانستان د کرکټ بورډ له خوا په راغلو میلمنو باندې د افغانستان د لاسي صنایعو ډالۍ وویشل شوې .

صفي الله ستانکزی ازادۍ راډیو کابل
XS
SM
MD
LG