د لښكرګاه څخه چاه انجير ته غزيدلی يولس كيلومتره سړک د جوړېدلو چارې پيل شوي، پر دغه سړک په لومړي ځل قير اچول كيږي او پيسې يي هم د بریتانيا د هېواد له لوري وركول كيږي، چې د هلمند د والي په خبره ټول لګښت يي څه باندې اوه ميليونه امريكايي ډالره كيږي.
دغه سړک چې د نادعلي ولسوالۍ چاه انجير سيمه د لښكرګاه له ښار سره نښلوي يولس متره بر او يولس كيلومتره اوږدوالي لري، چارواكي وايي دا لومړى سړک دی چې پنځه ويشت سانتي متره پرې قير اچول كيږي،وړاندې تر دې پرسړكونو باندې پنځلس سانتي متره قير اچول كېده
ګلاب منګل وويل، د سړک تر جوړېدو وروسته به د ټولو هغه موټر چلونكي ستونزې هواري شي، چې د لښكرګاه او ګرشك ولسوالۍ په ګډون د هلمند او نورو ولايتونو تر منځ موټرونه چلوي.
والي وويل، د موټرونو لپاره تم ځاى، ماركيټونه او ټول ټرافيكي اړتياوې يي په نظر كې نيول شوي دي، چې د سړك د كار په پيسو كې شامل دي.
هغه ټینګار وكړ، چې دا په هلمند كي يوازینى سړک چې په نړېوال معيار جوړيږي او ډيرې زياتې پيسې پرې مصرف راځي.
چاه انجير چې يو وخت ورته د ابادۍ او پرمختګ په خاطر امريكايي كوچک ويل كېده له لښكرګاه نه يولس كيلومتره شمال لوري ته پرته له ګڼې ګوڼي ډكه سيمه ده.
په عين حال كې د چاه انجير د سيمي اوسيدونكي د سړک په جوړولو خوشاله دي وايي، دولت دې د دې سړک د پروژې څارنه وكړي چې د دوي په خبره د نورو سړكونو په څير بې كيفيته جوړ نه شي.
د چاه انجير اوسيدونكي وايي، كله چې سړک خامه او كنډ او كپر وو وسلوالو پرې دولتي ځواكونو ته ماينونه پټول چې كله ناكله به د ملكي كسانو موټر پرې برابر شول او مرګ او ژوبله به يي واړوله.
دوي وايي، وخت ناوخت به يي مريضانو د لارې د خرابوالي له امله روغتون د ژر نه رسېدو په خاطر ساه وركړه.
د چاه انجير پر سړک د خاورو د اچولو كار لا له وړاندې پيل شو، خو د قير اچونې مراسم يي د ګڼو چارواكو او عامو خلكو په حضور كې پيل شو.
د هلمند چارواكي وايي، د لښكرګاه او چاانجير د سړک نه وروسته به د چاه انجير او ګرشك ترمنځ د نږدې ديرش كيلومتره سړک چارې هم په پاخ او اساسي ډول پيل شي.
په هلمند كې كه څه هم د بيارغونې كارونه چټک شوي دي، خو خلک وايي، كيفيت يي هومره نه دى څومره چې ښايي دوي په لښكرګاه ښار كې د يو شمېر سړكونو خرابولي ښيي او له دولت نه د هغوي د بيرته جوړولو غوښتنه كوي.