د شنبې په ورځ د کندهار ولايت پر مقام ملي امنيت د پوليسو د عامه نظم پر قومندانۍ او لومړي حوزې ډله ايز وسلوال بريدونه وشول.
د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا د همدې ورځې په مازيګر خبريالانو ته وويل، چې بريدونه د ملي امنيت پر ودانۍ دوام لري، خو په پاتې نورو سيمو کې ٦ حمله کوونکي وژل شوي.
د والي په خبره په دغه بريدونه کې پنځه تنه وژل شوي او د١٦ ملکيانو په ګډون ٤٥ تنه نور زخميان دي،د ده په وينا چې د ملکي کسانو په ډله کې شپږ کوچنيان او درې ښځې شاملې دي:
(زموږ چټک او با شهامته امنيتي ځواکونه په دې وتوانېدل، څو په ټولو سيمو کې د مخالفينو بريدونه پر شا وتمبوي او هغوي ووژني خو يوازينى ځاى چې تر اوسه هم په کې مقاومت دوام لري هغه کندهار هوټل دى او هلته به هم ډېر ژر مقاومت پاى ته ورسيږي ځکه اوس هغه سيمي ته ډېر امنيتي قوتونه ولاړل .)
د دولت وسلوالو مخالفينو چې د بريد مسووليت يي په غاړه اخیستی ادعا يي کړې، چې په دغه بريدونو کې يي د ٣ بهرنيانو په ګډون ١١٦ امنيتي سرتېرو او دولتي مامورينو ته تلفات اړولي.
افغان ولسمشر حامد کرزي دغه بريدونه وغندل، د جمهوري رياست له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، که څه هم ولسمشر د ترکيې په سفر دى، خو د دغو حملو په باب له خبرېدو وروسته يې وويل، چې القاعده، تروريستان او د دوي نور مربوط کسان په پاکستان کې د اسامه بن لادن وژنه ځان ته يوه ماتې ګڼي او د دې ماتې په غچ کې يې د ملکيانو په وژنې لاس پورې کړى.
بل خوا د واشنګټن په ملي دفاعي پوهنتون کې استاد او د کورنيو چارو پخوانى وزير علي احمد جلالي ازادۍ راډيو ته وويل وسلوال په دغسې حملو کې تلفات اړوي، خو نفوذ او کنټرول نه شي حاصلولاى.
له دغو بريدونو وروسته د کندهار ښار ټول دوکانونه په بشپړه توګه وتړل شوه او په ښار کې خلکو ته امر وشو، چې له کورونه را ونه وځي.
دغه بريدونه په داسې حال کې شوي، چې دوه اونۍ مخکې له کندهار زندان څخه سلګونه بنديان په تېښته بريالي شول.
محمدصادق رښتينى،کندهار