د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۱۹

کرزی د تاریخ د یوه تریخ حقیقت تر اغیز لاندې


د لویدیځ چاپ ورځپاڼو د افغانستان په اړه بېلابېلې مقالې او تحلیلونه خپاره کړي چې لنډیز يي جاناقا الکوزي برابر کړی دی.

باسټن ګلوب:

امریکا چاپ باسټن ګلوب ورځپاڼې په یوې مقالې کې، د کرزي د مشروعیت معما – تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلي او د پیل په کرښو کې یي راغلي:

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د تاریخ د یوه تریخ حقیقت تر اغیز لاندې دی. د غښتلي امیر عبدالرحمن څخه نیولی چې تقریبا سل کاله وړاندې له دې نړۍ څخه تللی، تر ۲۰۰۱ کاله پورې چې په خپله ولسمشر کرزی په کې واک ته ورسېد، هر افغان مشر جلا جلا وژل شوی، له وطن څخه تبعید شوی او یا هم په زور سره له واکه لېرې کړای شوی دی.

دا مهال باید ولسمشر کرزی اندیښمن وي چې د بن لادن په وژنې سره به په افغانستان کې د متحده ایالاتو جګړې کې څه ډول بدلون راځي.

باسټن ګلوب وړاندې لیکي: د یوه حاکم لپاره مشروعیت او وفاداري ضرورت دی. په تېرو لسو کالو کې متحده ایالاتو په افغانستان کې د جمهور رییس کرزي د حاکمیت د مشروعیت لپاره نه امنیت ټینګ کړای شو او نه یي هم اقتصاد ته وده او پراختیا ورکړه. دا مهال په افغانستان کې اداري فساد یوه ستره ستونزه ده. په دې هېواد کې فساد له حده اوښتی.

ورځپاڼې د یوه امریکایي چارواکي چې نوم یي نه دی په ډاګه کړی، خبره راخیستې چې وایي، امریکا د افغانستان په بیا رغوونې او پراختیا کې زیاتې پیسې لګوي.

تېرکال موږ په افغانستان کې د دوه نیم میلیاردو ډالرو پر ځای، څلور میلیارده ډالر ولګول. خبره داده چې په افغانستان کې د پیسو په لګښت څار نشو کولای او په نتیجه کې یي اداري فساد زیات شوی دی.

د دغه حالت له امله د قدرت دلالان نور هم غښتلي کیږې، د امریکایي قراردادیانو جیبونه پرې ډکیږي او په غیر شعوري ډول وسله وال پرې تمویلیږي، د خواشینۍ خبره داده چې امریکا هم د دغې ستونزې یوه برخه ده.

فایننشل ټایمز:

لندن چاپ فایننشل ټایمز ورځپاڼې د ولسمشر بارک اوباما او د اسامه بن لادن د وژنې د اعلان په اړه یوه تحلیلي مقاله لیکلي او په یوې برخې کې یي لیکي:

تېره اوونۍ چې کله ولسمشر بارک اوباما په سپینې ماڼۍ کې د امریکا د بیرغ تر څنګ ولاړ و او په رسمې ډول یي د اسامه وژنه اعلانوله، یوازې یوې کلمې د هغه وینا ته په اصطلاح مرچ او مصاله ورکوله او هغه د“ ملت او هېواد” کلمه وه.

امریکایانو داسې انګیرله چې د سپتمبر د ۱۱ مې حملې، د دوي په هېواد حملې وې او ټول سره متحد شول.

تېره اوونۍ د اسامه بن لادن د وژنې په اعلان سره یو ځل بیا د امریکا ولس یا ملت سره یو شو او دا ځل د خوښیو لپاره متحد شول.

ورځپاڼه لیکي: دا مهال د بن لادن له مړیني وروسته، په افغانستان کې نظام جوړونه ډېره مهمه ده او دا ځکه چې دولت جوړونه په افغانستان کې د پوځي حضور د مشروعیت مهمه مسله ده.
XS
SM
MD
LG