د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۹

ایا د اسامه له وژلو وروسته په افغانستان کې د جګړې اړتیا شته؟


په پاکستان کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن وژنې په لویدیز او افغانستان کې داسې بحثونه هم راپورته کړي، چې له ترهرګرۍ سره د روانې جګړې دوام ته نوره اړتیا نه ده پاتې شوې.

د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن غږ به چې د ویډیوګانو له لارې خپریده، په نړۍ او په ځانګړې توګه لودیز کې به یې د بریدونو ګواښونه کول، نو څو ورځې مخکې دا غږ د تل لپاره خاموشه شو.

په ۲۰۰۱ میلادي کال د سپتمبر په یولسمه په پنټاګون او د سوداګرۍ په نړیوال مرکز له بریدونو وروسته د امریکا د متحده ایالاتو د وخت جمهور رییس جورج ډبلیو بوش د القاعده شبکې او د هغې د مشر اسامه بن لادن د له منځه وړلو لپاره پر افغانستان د برید امر وکړ:

″موږ باید د تروریزم مخنیوی وکړو، زه په ټولو ملتونو غږ کوم چې هر هغه څه وکړي، چې توان یې لري، ترڅو د دغو ترهګرو قاتلانو مخه ونیسو.″

خو امریکايانو له دې بریده شاوخوا لس کاله وروسته اسامه د افغانستان په غرونو کې نه بلکې د پاکستان پلازمینې اسلام اباد ته نږدې وموند او ویې واژه.

د جګړې د پيل د اصلي عامل له منځه تلو سره اوس په لویدیز او افغانستان کې دا سې بحثونه هم راپورته شوي چې د روانې جګړې دوام ته نوره څه اړتیا ده.

په لویديز کې یوه له هغو ډلو چې دا خبره کوي، د جرمني زرغون ګوند دی. دې ډلې وویل، چې د اسامه له وژل کیدو وروسته د بین المللي حقوقو له پلوه په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې ماموریت نور نه شي توجیه کیدای او بهرني ځواکونه باید له دې هیواده وځي.

خو د اسامه له وژل کیدو نه وروسته د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما په خپلې وینا کې د نوموړي وژنه د ترهګرۍ پر ضد په روانه جګړه کې یوه لویه لاسته راوړنه وبلله خو له دې سره جوخت یې د دې جګړې په دوام هم ټینګار وکړ:
″د بن لادن وژنه زموږ په ملي مبارزه کې چې القاعده ته ماتې ورکړو، تر ټولو مهمه لاسته راوړنه ده. د هغه وژنه زموږ د هڅو د پای په معنی نه ده.

په دې کې هیڅ شک نشته چې القاعده به زموږ پر ضد د بریدونو هڅه وکړي. موږ باید چې په کور دننه او بهر کې تیار واوسو.″

یو شمیر افغان کارپوهان هم له دې نظر سره مخالف دي چې ګنې د اسامه له وژنې وروسته اوس په افغانستان کې د نړیوال ایتلاف ماموریت مخ په ختمیدو دی.

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی او د سیاسي او پوځي چارو کارپوه نورالحق علومي وايي، نړیواله ټولنه افغانستان ته د یوې لویې ستراتیژۍ له مخې راغلې چې په هغې کې سیاسي او اقتصادي اهداف شامل دي:

″حقیقت دا دی، چې د دوی تر افغانستانه ځان رارسولی، دلته یوه لویه ستراتیژي موجوده ده. دا یوه لویه لوبه ده، چې تر اوسه په افغانستان کې او یا په سیمه کې دغه لویه لوبه ختمه شوې نه ده.

دا هغه لوبه ده چې کلونه کلونه پخوا پیل شوې ده. اسامه بن لادن، د سپټمبر یولسمه او د ترهګرۍ پرضد جګړه دا ټوله یوه پلمه ده. دلته سیاسي او اقتصادي اهداف موجود دي.″

خو یو شمیر افغان چارواکي اوکارپوهان د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن وژنه په افغانستان کې په روانې جګړې بې اغیزې نه بولي او په اړه یې بیلابیل نظرونه لري.

ځینې افغان چارواکي په دې باور دي، چې د بن لادن په شان د وسلوالو طالبانو مهم مشران هم په پاکستان کې دي، له همدې امله د اسامه وژنه به پر هغوی خپلې ژورې اغیزې وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت د ادراې ویاند لطف الله مشعل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

″زه فکر کوم چې د اسامه وژنه هغه هم په ځي کې او په هغه موقعیت کې چې دی مړ شو، زموږ افغان طالبان په دې پوه کړل، چې القاعده یوه غلام او یو اجیر سازمان دی، چې باید له دې سره اړیکې پرې کړي.

کومې غوښتنې چې طالبان لري، له افغان دولت سره دې کښېني، افغان دولت د سولې پروسه اعلان کړې ده.

د خپل د وطن د ابادۍ په خاطر او د اسلام د مقدس دین د نیکۍ په خاطر، امیدواریم چې افغاني طالبان له دې پېښې نه یو مثبت درس واخلي او د خوشنت پر ځای به د سولې، روغې جوړې او وروولۍ خوا ته ګام پورته کړي.″

د افغانستان د دفاع وزیر جنرال رحیم وردګ وايي، د اسامه وژنه په لنډ وخت کې ښايي اغیزې ونه لري خو په اوږده مهال دا پيښه بې اغیزې نشي پاتې کیدای دا چې څنګه نوموړی وايي:

″زه فکر نه کوم چې په نږدې راتلونکي کې دې د جګړې په شدت کې بدلون راشي، خو امکان لري، چې بدلون له اوږدې مودې وروسته راشي.

خو په دې برخه کې غټه لاسته راوړنه دا ده چې دا موضوع به د دې لامل وګرځي چې، په تروریزم باندې نړېوال فشارونه زیات شي او بالاخره د ترهګرۍ اصلي ځالې تر فشار لاندې راشي او نړېوال تروریزم بیخې له منځه ولاړ شي.″

د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده هم په دې باور دی، چې د اسامه بن لادن وژنه به د افغانستان په ګډون د القاعده شبکې پر غړو له رواني پلوه بې اغیزې نه وي:

″که څه هم تر اوسه د القاعده مشران زیات وژل شوي دي، چې په هغه کې ابو حاطف او نور کسان شامل دي، خو اسامه د یو لیډر په صفت په دې تحریک کې مهم نوم درلود، که څه هم ویل کېده چې په خپله دی دېر اجرایي سړی نه دی او په اجرایي چارو کې ډېر زیات ابتکار نه لري، خو د یو رهبر په صفت د ده وژنه د ده پر ملګرو ژور تاثیر اچولای شي. ″

د ویسا ورځپاڼې مسوول مدیر او د سیاسي چارو کارپوه محمد زبیر شفيقي بیا په دې باور دی، چې د اسامه وژنه به په افغانستان کې د جګړې له سړیدو سره مرسته ونه کړي بلکې د دې برعکس د هغه پلویان به د غچ په توګه د جګړې اور لا تود کړي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

″زما په نظر د اسامه وژنه په افغانستان کې جنګ نور هم تېز کړي، ځکه د اسامه پلویان به له امریکې نه د انتقام په خاطر او د امریکې له ملګرو نه د انقام په خاطر نور هم وپاریږي او دوی به حملات زیات کړي.

د ده وژنه رواني اثر لري، خو رواني اثر په عقیده وي غورځنګونو ته لا اور ورته کوي او نور هم هغوی تیزوي او مالي ملاتړ، اسامه خو پیسې په جیب کې نه ګرځولې، ځکه اسامه یو سیستم درلود، چې سیستم یې اوس هم موجود دی او مالي ملاتړ لا هم موجود دی.″

د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن په داسې وخت کې ووژل شو، چې ټاکل شوې په راتلونکو څو میاشتو کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر پیل شي.

له بله پلوه افغانستان او د امریکا متحده ایالات د اوږدمهالې ستراتیژیکې ملګرتیا پر یوه سند کار کوي چې ټاکل شوې ډیر ژر بشپړ او لویې جرګې ته وړاندې شي.

په عین حال کې د راپورونو له مخې په افغانستان له روانې جګړې څخه د امریکا د خلکو ملاتړ راکم شوی او له بلې خوا افغانان هم ترې ستومانه شوي.

خو د دې جګړې پای ته رسیدل هم ښايي د پيل په شانې یې د نړیوالې ټولنې او د سیمې د هیوادونو همکارۍ او همغږۍ ته اړتیا ولري.
XS
SM
MD
LG