د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۳۱

اروپایي اتحادیه:په لیبیا کې دې له پوځي ځواکه کار واخیستل شي


د اروپایي اتحادیې د پوځي کمېټې مشر سویډني جنرال هاکان سیرین وویل، که هغه پوځي جزوتامونه چې لیبیا ته د بشري مرستو د رسولو لپاره ګمارل کیږي او وضعیت یودم بدل شي نو په هغه صورت کې باید له پوځي قوې څخه کار واخیستل شي.

تر اوسه دغسې یوه اقدام ته د ملګر ملتونو د امنیت شورا په ۱۹۷۳ پریکړه لیک کې اجازه نده ورکړل شوې.

جنرال سیرین وویل، هیله من دی چې د دې شي اړتیا رامنځ ته نه شي، خو که ضرورت پېښ شو نو باید د ملګروملتونو په پریکړه لیک کې بدلون راشي.

اروپایي اتحادیه تمه کوي، چې لیبیا ته د بشري مرستو په رسولو کې یې نړېوال ایتلافي ځواکونه هوایي او لوژیستیکي ملاتړ وکړي.

ښاغلي سیرین چې په دې اړه یې په بروکسل کې د اروپایي اتحادیې د دفاع وزېرانو له غونډې وروسته خبرې کولې وویل، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هم اهنګ کولو ادارې چې د دغو مرستو مسوله ده، ویلي چی له پوځي قوې څخه کار اخیستل به وروستی اقدام وي.

په عین حال کې د ترکیې صدراعظم د لیبیا له مشر معمر قذافي څخه وغوښتل چې سمدستي له واکه لاس واخلي،رجب تیپ اردوغان پرون په استانبول کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل:


(هیڅ څوک نه شي کولای، راتلونکې، ازادي، سوله، ثبات او عدالت په وینې توییدو سره تامین کړي. په دې خاطر موږ هیله من یو چې د لیبیا مشر د خپل ځان او د خپل هېواد د راتلونکې په خاطر سمدستي قدرت پریږدي.)

اردوغان وویل، د لیبیا خلک باید خپله راتلونکې په یو والي او پیوستون سره وټاکي.

هغه زیاته کړه، دغه هدف زموږ لپاره هم لومړیتوب لري او په همدې خاطر د لیبیا د مخالفانو له ملي انتقالي شورا سره په تماس کې یو چې د طرح شوي پلان جزیات عملا تطبیق شي.

ترکیه چې یواځنی اسلامي هېواد دی چې د ناتو غړیتوب لري او په سیمه کې له زیات نفوذ څخه برخمنه ده، لومړی ځل دی چې رسما له قذافي غواړي چی قدرت پریږدي.
XS
SM
MD
LG