د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۴۹

په کابل کې د یوناما ماموریت یو کال نور وغځېد


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړی استازی سټيفن ډي مېسټورا
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړی استازی سټيفن ډي مېسټورا
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په کابل کې د خپل سیاسي استازې ماموریت (یوناما) یوکال تمدید کړ. په دې ډول به په افغانستان کې د یوناما کار د ۲۰۱۲ کال د مارچ تر میاشتې پورې دوام وکړي.

یوناما په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي نماینده ګي ده، چې په دې هیواد کې د مرکزي حکومت د تقویې لپاره کار کوي او اتیا فیصده مامورین یې افغانان دي.

ملګري ملتونه وايي چې یوناما د کابل له حکومت سره د حکومت دارۍ، د عدالت د تامین او اقتصادي پراختیا په برخه کې کمک کوي.

دې ادارې خپل فعالیتونه په دریو اصلي څانګو کې چې بیارغونه، پراختیا او له مخدرو موادو سره مبارزه ده متمرکزې کړي دي.

همکاري

د یوناما د فعالیتونو یو هدف دا دی، چې د ایساف یا د نړیوالو سوله ساتو قواو او د افغان حکومت ترمنځ د همکارۍ اساس پياوړې کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو خاص استازي سټيفن ډي مېسټورا تیره اوونۍ د افغانستان د ماموریت د بیا کتنې یوې غونډې ته وویل، چې راتلونکې کال به د کابل لپاره حساس او مهم وي ځکه د سترو مسولیتونو اخیستلو ته ځان تیاروي.

ښاغلي ډي مېسټورا په خاص ډول په افغانستان کې د امنیتي مسولیتونو د سپارلو مسالې ته اشاره وکړه.

فعالیت

"دا د کنټرول ترلاسه کولو کال دي او موږ نه شو کولای، چې په پخواني عادي حالت فعالیت وکړو."

ده زیاته کړه چې دا اداره باید د افغانستان په رهبرۍ او د دې هیواد د لومړیتوبونو په رڼا کې خپل فعالیتونه منسجم کړي.

ټاکل شوې چې د دوه زره څوارلسم کال تر پایه په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې ځواکونه په تدریجي ډول د امنیت مسولیت د افغانستان کورنیو امنیتي ځواکونو ته وسپاري.
XS
SM
MD
LG