د افغانستان امنیتي مقامات د نوروز د را رسیدو په مناسبت د شدیدو امنیتي تدابیرو خبر ورکوي. ټاکل شوې چې په مزار شریف کې د نوروز د عنعنوي مراسمو لپاره لوړ رتبه داخلي او بهرني چارواکي مزار شریف ته ولاړ شي.
په داسې حال کې چې نن به په بلخ کې د نوروز عنعنوي مراسم پيلیږي او د جنډې د پورته کېدو ګړۍ را لنډيږي، زرهاوو پولیس اوعسکر د ښار د امنیت ټینګولو لپاره موظف شوی دي.
د ۳۰۳ پامیر ساحوي زون قوماندان جنرال داود داود په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې په دې ورځ یې د مزار ښاریانو او ورغلو میلمنو د امنیت تامین لپاره شدید تدابیر نیولي دي.
جنرال داود داود وویل، چې په مزارشریف کې د نننیو مراسمو امنیتي مسولیت ټول د افغانستان د کورنیو امنیتي ځواکونو په لاس کې دی.
د ۳۰۳ پامیر زون د قوماندان په وینا په دې برخه کې د نړیوالو ځواکونو له خوا یوازې د هوايي ملاتړ خبره شوې ده، چې د ضرورت په وخت کې به کار ځيني اخیستل کیږي.
په بلخ کې هرکال د ګل سرخ د میلې او نوروز د مراسمو لپاره د کورنیو لوړ رتبه چارواکو په ګډون د ګاونډیو هیوادونو څخه میلمانه هم ګډون کوي.
په بلخ کې د نوروز مراسم په داسې حال کې تر شدیدو امنیتي تدابیرو لاندې ترسره کیږي، چې په وروستیو کې له دې ولایت څخه په پرله پسې ډول د بې امنیتو خبرونه خپریږي.
په شمال کې امنیتي مقاماتو ویلي، چې سږکال د نوروز د مراسمو د امنیت مسولیت یومخیز ډول د افغان ځواکونو په غاړه دی.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې ډیر ژر جمهور رییس کرزی له نړیوالو ځواکونو د افغانستان کورنیو امنیتي قواوو ته د امنیتي چارو د مسولیتونو د انتقال پروسه اعلان کړي.