د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۴ وری ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۵۳

د بحرین امنیتي ځواکو د بشري حقونه د عالي شورا یوغړی نولی


له بحرين څخه رارسېدلي راپورونه وايي، امنيتي ځواکونو نن وختي د بشري حقونو د يوې عالي ډلې نامتو مشر څو ورځې وروسته تر هغه ونيوه چې تر فشارونو وروسته شيعه ګان د مظاهرې په ډول کوڅو ته راووتل.

په بحرين کې د بشري حقونو د مرکز غړي سيد يوسف وويل، د تاوتريخوالي ضد پوليس د شپې ناوخته د نبيل رجب کور ته ورغلل او هغه يې ونيوه.

نوموړى د بشري حقونو يو فعال و، د بحرين ځواکونه او د هغوى متحدين لکه سعودي او امارات يې په عام وژنه او د اپاچي په نامه د امريکا ساخت د پوځي الوتکو په کارولو تورن کړل.

فکر کېږي له تېرې چهارشنبې چې په بحرين کې مظاهرې پيل شوي، د مظاهره چيانو په وړاندې د فشارونو له پيله رجب لسم کس وي، چې نيول کېږي.
XS
SM
MD
LG