د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۹

ولسمشر کرزی پر ۳ شنبې افغان ځواکونو د امنیت انتقال پلان اعلانوي


ولسمشر وايي، دا یو ذهني اسارت دی چې خلک وايي د افغانستان اوسنۍ اداره د امنیت د انتقال لپاره پوره ظرفیت نه لري.
ولسمشر وايي، دا یو ذهني اسارت دی چې خلک وايي د افغانستان اوسنۍ اداره د امنیت د انتقال لپاره پوره ظرفیت نه لري.

ټاکل شوې جمهور رییس حامد کرزی د راتلونکې سې شنبې په ورځ په افغانستان کې له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیت د انتقالولو پلان اعلان کړي.

که څه هم ټاکل شوې جمهور ريیس افغان ځواکونو ته د امنیت سپارلو پلان اعلان کړي، خو د دغه پلان د عملي کيدو په اړه له مخکې له افغان کارپوهانو او عامو خلکو سره ژورې اندیښنې او شکونه موجودې دي.

یو شمېر پوځي کارپوهان په دې باور دي، چې روان شرایط او د افغان دولت او ځواکونو اوسنی وضعیت دې ته چمتو نه دی، چې نړیوال ځواکونه دې افغان ځواکونو ته د امنیت سپارلو لړۍ پیل کړي.

د پوځي چارو یو تن کارپوه نورالحق علومي وايي، که چیرې په ځینو سیمو کې افغان ځواکونو ته امنیت وهم سپارل شي، نو دا کار به یوه سمبولیکه بڼه ولري، دا چې ولې علومي ازادي راډیو ته وویل:

"دوی باید په ښو وسلو او تخنیک سمبال شي، چې تر اوسه لا سمبال شوي نه دي.

سمبولیک

که دولت غواړي د ځینو شمالي ولایتونو لکه پنجشیر، بامیان، بلخ دایکندي او داسې نور ولایتونه چې هلته د بهرنیو ځواکونو حضور هم کمرنګی دی مسوولیت واخلي دا به یوه سمبولیکه بڼه ولري او که چېرې کومه ستونزه پیدا کیږي بیا به هم موږ نړېوالو ځواکونو ته اړتیا ولرو."

علومي همداراز په افغان دولت د خلکو بې باورۍ او په پاکستان کې د ترهګرو مرکزونه افغان ځواکونو ته د امنیت سپارلو په مخ کې نور موجود خنډونه دي.

د یکشنبې په ورځ د جمهور رییس حامد کرزي په مشرۍ د وزیرانو په شورا کې هم د امنیت د انتقال په اړه خبرې شوي او دا یو نه په شا کیدونکې بهیر بللی شوی.

که چېرې بهرني ځواکونه افغانانو ته امنیتي مسوولیت وسپاري، زه په دې باورم لرم، چې دوی کولای شي په هېواد کې امنیت ټینګ کړي.

عام وګړی
د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر وايي، په غونډه کې جمهور رییس حامد کرزي دا ذهنیت چې ګنې د افغانستان اوسنۍ اداره د امنیت د انتقال لپاره پوره ظرفیت نه لري، یو ذهني اسارت وباله.

هغه ویلي، دا یو درواغجن او له بهرنیو خپرونو څخه اغیزمن شوی ذهنیت دی، چې د افغانستان مشرتابه او سیاسي ټولنې یې لري.

په غونډه کې جمهور رییس له دغه ذهنیت څخه په خلاصون او د دولت په پياوړتیا ټینګار کړی دی.

خو د جمهور رییس له خوا غندل شوی دغه ذهنیت په یو شمیر عام خلک هم لري، چې ښايي ناامنیو، په دولت کې اداري فساد او ځینو نورو ستونزو یې ژوند اغیزمن کړی وي.

په دې اړه د کابل د څو تنو اوسیدونکو نظرونه اورو:

"۱- فعلاً افغاني اردو د دې توانايي نه لري، چې د خپل وطن دفاع وکړای شي، باید د افغانستان پوځ تقویه شي، ځکه دوی ټانکونو، توبچي، رادار او هوايي ځواک ته ضرورت لري.

۲- د داکټر نجیب الله د حکومت په وخت کې مې ۷ کاله په امنیت کې وظیفه ترسه کړې، دا اوسنی حالت چې زه ګورم د ځان وژوونکو مخه نه شوی نیولای خو د جنګ مخنیوی کولای شو.

امنیتي مسوولیت


۳- که چېرې بهرني ځواکونه افغانانو ته امنیتي مسوولیت وسپاري، زه په دې باورم لرم، چې دوی کولای شي په هېواد کې امنیت ټینګ کړي."

افغان ځواکونو ته د امنیت سپارلو د کمیسیون رییس ډاکتر اشرف غني احمدزي ویلي، چې د امنیت د انتقالیدو بهیر به په راتلونکي چنګاښ میاشت کې پيل او د ۱۳۹۳ کال تر ژمي پورې به بشپړ شي.

افغان چارواکو له پخوا ویلي، چې افغان ځواکونو ته د امنیت سپارلو د بهیر عملي کیدو ته پشپړ چمتوالی لري. دوی ډاډمن دي چې دغه بهیر به په تدریجي توګه د افغان ځواکونو د تواناییو له په پام کې نیولو سره پر مخ ولاړ شي.
XS
SM
MD
LG