د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

افغانستان هم د ناکامه هېوادونو په لیست کې شامل دی


نړېوالو مطبوعاتو د نړې د ځینو او افغانستان په اړه ضد او نقیص مطالب خپاره کړي دي، ځینې افغانستان یو ناکامه هېواد بولي، خو بیا ځینې نور یې افغانستان له هغو هېوادونو څخه بولي چې د پرمختګ په حال کې دی.

د برتانیا چاپ اکانمسټ مجلې په خپله وروستۍ ګڼه کې د نړۍ د ناکامو هېوادونو نومونه خپاره کړي، چې په کې افغانستان ته هم اشاره شوې ده.

اکانمسټ وايي، په افغانستان کې د ناکامۍ معیارونه دغلته د کورنیو جګړو، د نشه يي موادو د اقتصاد، د زیربناو له نشتوالي او تروریزم څخه عبارت دي.

د مجلې په وینا افغانستان ته یو ناکام هیواد ویل، ښايي دومره مهم نه وي ځکه سوال دا دی، چې په یوه هیواد کې چې مرکزي حکومت تل کمزوری وي هلته کامیابي څه مفهوم لري؟

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف په اهدافو کې پر څو ټکو تکیه شوې ده.

د طالبانو ماتول، د نشه یي موادو د تولید او قاچاق مخنیوی او د کابل د حکومت پیاوړه او تصیفه کول.

خو د اکانمسټ په وینا په دې برخو کې هم د کامایبۍ معیارونه روښانه نه دي.

مجله زیاتوي، اکثره بهرنیان په افغانستان کې حتی د ناچیزه پرمختګونو په خاصه توګه د یوه سالم حکومت په جوړولو کې د پرمختګ په اړه هم شکمن دي.

اکانمسټ وړاندې لیکي، د کابل حکومت ډېر کم محلي ملاتړ لري او داسې ډیرې پټې لارې موجودې دي، چې دولت د نشه يي موادو له قاچاق وړونکو او حتی له طالبانو سره نښلوي.

خو د دې برعکس د لندن چاپ ټایم مجله بیا وايي، چې نشي کیدای چې افغانستان د نا امیدو هېوادونو په ډله کې وشمیرل شي.

ټایم لیکي سره له دې چې د افغان دولت په ادارو کې پراخ فساد موجود دی خو بیا هم د دغه هیواد زیاتو خلکو ته روغتیايي خدمتونه رسیږي او د افغانستان اقتصاد په کال کې شل په سلو کې وده کوي.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې تیلفوني اسانتیاوې نه وې خو اوس له هرو دریو افغانانو څخه یو يې موبایل لري.

مجله زیاتوي د طالبانو په وخت کې یو میلیون ماشومان ښونځي ته تلل او اوس دا شمېر شپږو میلیونو ته لوړ شوی دی.

ټایم د هغې نظر پوښتنې له مخې چې څو میاشتې مخکې په افغانستان کې شوې ده وايي، چې له هرو لسو افغانانو څخه شپږ يې په دې نظر دي دا هیواد په سم لور روان دی.

مجلې وړاندې لیکلي، چې د افغانستان د اوسنۍ وضیعت باید د تیرو څو لسیزو له حالت سره مقایسه شي.

د مطلب لیکونکي وايي، افغانستان خپل د تاوتریخوالي سفر د کمونستي رژیم سره پیل کړ، چې د پخواني شوروي اتحاد یرغل يې په تعقیب سره ملګری و، د شورویانو او کمونستي حکومت له نسکورېدو وروسته افغانستان د جنګ سارلارانو تر منځ د کورنیو جګړو په دل دل کې ښکیل شو او بیا پرې طالبان واکمن شوه.

ټایم مجله وايي، که چېرته د افغانستان تیرې درې لسیزې حساب شي نو وینو، چې افغانستان اوس د سمون او پرمختګ په لور روان شوی او ورته هغه هیواد نشو ویلی، چې له مایوسي سره مخامخ وي.
XS
SM
MD
LG