د افغانستان په ولسي جرګې کې د درغلیو د ادعا د څیړنې لپاره د جوړې شوې اختصاصي محکمې رئیس قاضي صدیق الله حقیق وايي، د دې محکمې د لغوه کېدو په اړه تر اوسه پورې دوي ته چا څه نه دي ویلي.
تر دې مخکې داسې اوازې خپرې شوې وې، چې ولسمشر حامد کرزي د دې محکمې د لغوه کولو په اړه غور کوي.
نوموړی همدا راز وویل، په ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې او څیړنو وروسته به اخصتاصي محکمه پر هغې قضايي غونډې کوي او بیا به یې په اړه پریکړې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته استول کیږي.
په کابل کې زموږ همکار احمد زبیر ژمن له ښاغلي حقیق سره مرکه کړې او په سر کې یې ترېنه پوښتلي چې څیړنې یې تر کومه رسیدلي، دا مرکه د همدې پاڼې کیڼ اړخ ته د (ږغ) له برخې اوریدلی شئ.