له ټاکلي مهال وېشه مخکې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د پرېکړه لیک طرح د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټانو له خوا د رایو په اکثریت رد شوه.
په دې توګه د کانګرس د خلکو د استازو جرګې د افغانستان د جګړې لپاره د امریکا د ولسمشر بارک اوباما ستراتیژي تایید کړه.
د پرېکړه لیک مسودې ته ۳۲۱ مخالفې او ۹۳ موافقې رایې ورکړل شوې او څرګنده شوه چې د امریکا د ملي امنیت په مسئله کې دواړه ګوندونه ورته نظر لري.
له ټاکلي مهال وېش سره سم په افغانستان کې د امریکا او ناټو پوځي ماموریت د ۲۰۱۴ کال په پای کې ختمېږي، خو په پرېکړه لیک کې له ولسمشر اوباما څخه غوښتنه شوې وه چې امریکايي ځواکونه د روان کال ترپایه له افغانستانه وباسي.
په دې اړه په بحثونو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند استازي کریس ګېبسون وویل چې د خلکو استازي باید د پوځ د عمومي قوماندان او د ځواکونو ترڅنګ ودرېږي او دا ماموریت پای ته ورسوي.
د خلکو د استازو په جرګه کې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشرې ایلیانا روس لېهتي نېن خبرداری ورکړ، چې له افغانستانه د امریکا بې وخته وتل به له تروریزم سره د جګړې چارې ته زیان واړوي.
مېرمن روس لېهتي نېن چې د جمهوري غوښتونکي ګوند غړې ده، زیاته کړه، د امریکايي ځواکونو بې وخته وتل به په افغانستان کې د امریکا او د هغې د متحدانو هڅې زیانمنې او د امریکا ملي امنیت ته به ګواښ رامنځ ته کړي.
دې خبرداری ورکړ، چې داسې یو اقدام به پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې په څېر نورو حملو ته امکان برابر کړي.
په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال دیویدپېټرایوس جرګې ته خبرداری ورکړ، ویې ویل چې د داسې یوه پرېکړه لیک تصویب به د دې باعث شي چې القاعده او طالبان د خپل بریالیتوب د نمانځنې جشنونه جوړ کړي.
د اسوشېتېد پریس خبري اژانس د راپور له مخې که څه هم د استازو د جرګې پرېکړه لیکونه اجراییوي صلاحیت نه لري او یوازې د جرګې د غړو نظر څرګندوي خو د پوځونو د اېستلو په اړه بحثونه په حقیقت کې ښيي چې د جګړې اقتصادي فشار ته په پام سره کانګرس په افغانستان کې د جګړې له کبله خپله حوصله له لاسه ورکړې ده.
جنرال پېټرایوس د کانګرس د پوځي خدماتو کمېټې ته په وینا کې وویل، له افغانستانه د ځواکونو بې وخته اېستل به د امریکا ملي ګټو ته یوه ستره ضربه وي.
اوس مهال د امریکا نژدې یولک او د متحدانو یې شاوخوا څلوېښت زره سرتېري په افغانستان کې دېره دي.
دا په داسې حال کې ده چې په پام کې ده د افغانستان د ځینو سیمو د امنیتي چارو مسوولیتونه ډېر ژر افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
یوه امریکايي چارواکي ویلي و چې په دې ډله کې د کابل، مزارشریف، لشکرګاه، هرات، پنجشېر او بامیان ښارونه شامل دي.
خو د افغانستان دفاع وزیر جنرال رحیم وردک په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې دا اټکل ناسم وباله او ویې ویل، چې په پام کې ده افغان ولسمشر حامدکرزی د نوروز په ورځ د ټاکل شوېو ولایاتو فهرست اعلان کړي.