د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۳

سنګین:په ناامنه سیمو کې به هم مخابراتي خدمتونه پراخ کړو


د مخابراتو وزارت وایي، چې د خلکو او په ملي شورا کې د دوي د استازو په مرسته غواړې په ناامنه ولایتونو او سیمو کې مخابراتي خدمتونه پراخ کړي.

که څه هم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژی سرپرست امیرزی سنګین وایي، چې اوس مهال په هېواد کې ۸۰ په سلو کې خلک مخابراتي خدمتونو ته لاس رسۍ لري خو عام خلک دا نه مني او وایي د هېواد ټول وګړي په ښارونو کې نه اوسیږي.

ښاغلي سنګین، چې له ازادۍ راډیو سره خبرې کولې وویل، چې هڅه کوي په نوې لمریز کال کې په ځينو ناامنه سیمو کې هغو خلکو ته چې مخابراتي خدمتونو ته لاس رسی نه لري، خدمات برابر کړي:

(په ناامنه سیمو کې مخابراتي خدمتونه له ځنډ سره په مخ ځې، موږ په دې برخه کې په ناامنه سیمو کې د خلکو او په ملي شورا کې د دوي د استازو مرستو ته په تمه یو چې د دوي په مرسته په ناامنه سیمو کې چې له دې ستونزې سره مخ دي، دا خدمات برابر کړو. )

د دغه وزارت چارواکې وایي، چې د هېواد په ځینو ناامنه سیمو کې د امنیت د نشتوالي له کبله مخابراتي خدمتونه ټولو سیمو ته نه رسیږي.

ګڼ شمېر خلک د مخابراتی خدمتونو څخه سر ټکوي او وایي، چې دا ستونزې نه یوازې په ناامنه سیمو کې دي بلکې په لوېو ښارونو کې هم دا ستونزې موجودې دي.

دوي وایي، چې زیاتره وخت ان په کابل ښار کې مخابراتي شبکې کار نه کوي او زیاتوي که څه هم مخابراتي شبکې د شمېر له مخې زیاتې شوي خو د مخابراتي خدماتو کیفیت یي ټیټ دې.

عام خلک زیاتوي، چې زیات وخت له ولایتونو او لیرې سیمو سره نه شي کولای اړیکي ونیسي چې د دوي د سختې اندیښنې سبب کیږي.

په ورته وخت کې عام خلک دې ته خوشبینه دې، چې د مخابراتي شبکو او خدمتونو د پراخیدو سره به دغو خدماتو ته د خلکو د لاس رسي په برخه کې ځینې ستونزې هوارې شي.

داسې ویل کیږي، چې په یو شمېر ولایتونو کې د شپې له خوا مخابراتي شبکې کار نه کوي او ویل کیږي، چې دا خدمتونو تل د دولت د مخالفینو له خوا درول کیږي.

عام خلک زیاتوي، چې مخالفین د خپل امنیت او ډاډ لپاره د شپی له خوا مخابراتي شبکې بندوي خو عام خلک ورسره ډیر په ستونزه کې دي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت ډاډ ورکړ، چې د نوې کال له پیلیدو سره به په یو شمېر ولایتونو کې مخابراتی خدمتونو پراخ خو د مخالفینو له خوا د شپې د ستونزې د هواري په اړه یي څه ونه ویل.

رپورټ: مخفي عزیزي، کابل
XS
SM
MD
LG