د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۷

د ځوانانو لپاره ځانګړې اوونیزه خپرونه


د کال لومړۍ ورځ په ټوله نړۍ کې په خاصو مراسمو لمانځل کېږي، په افغانستان کې هم د لمریز کال لومړۍ ورځ یا نوروز افغانان په تېره ځوانان په دې باور لمانځي چې که دا ورځ ښه تېره کړي او په کې خوشاله وي نو درست کال به یې له خوښیو ډک وي.

نوي کال ته لکه څنګه چې ځمکه خپل سپین پوښ ورو ورو په زرغونه جامو بدلوي ځوانان هم ځان ته نوې نزې جامې برابروي او د نوي کال په لومړېو ورځو کې یې اغوندي او نوروزي میلو او لوبو ته راوځي.

فرید چې د کابل په تیمور شاهي کې خیاطي لري وایي، چې سږ کال یو ډول جامې چې د تاجیکي جامو په نامه مشهورې دي موډ دي، فرید وایي چې تاجیکي جامې افغاني دودیزو جامو ته یعنې کمیس پرتوګ په څېر دي خو توپیر یې دا دی چې ټټر یې د کمیس د رنګ په خلاف په تیز رنګ سنډو خامک کېږي.

................................

د ځوانانو په نوروزي جامو مو خبرې وکړې اوس به د پیغلو او زلمو نوروزي میلو او لوبو ته راشو.

د نوروز او نوي کال شپو ورځو کې د افغانستان په ګڼو سیمو کې ځوانان له خپلو ملګرو سره په میلو او سیل راوځي بېلابېلې لوبې کوي او په دې ډول نوي کال او پسرلي ته ښه راغلاست وايي.

د کابل پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصل جلال احمد عمري وايي، چې ده ته په نوروز او نوي کال کې تر ټولو ښه میله دا ده چې نورو ولایتونو ته لاړ شي او هلته یې ولمانځي.

په نوروز کې ګڼ ځوانان یوه سیمه ایزه لوبه چې تخم جنګي یا هګۍ جنګول یې بولي کوي.

د نوي کال او نوروز په اړه په ښځو او نجونو کې یوه انګیرنه ده وایي، که د نوروز په ورځ له کوره دباندې لاړې شي او دا ورځ په خوشالۍ تېره کړي نو ټول کال به خوشاله وي.

د نوروزتر ټولو لویه میله په بلخ کې د حضرت علي کرم الله وجهه په زیارت کې جوړېږي چې د افغانستان له ګوټ ګوټ نه خلک ورځي او د جنډه بالا د میلې تر څنګ په شمالي ولایتونو کې له نورو دودیزو لوبو هم خوند اخلي.

د بغلان اوسېدونکی نجیب الله د بغلان او شاوخوا سیمو د نوروزي لوبو په اړه وایي :

(بغلاني ځوانان د نوروز په ورځو کې د غېږو او بزکشۍ لوبې کوي د نوروز په ورځو کې په بغلان او نورو شاوخوا ولایتونو او ولسوالیو کې دا لوبې جوړېږي او ځوانان پکې برخه اخلي خو په ځینو سیمو کې د نا امنیو او ماینونو له امله ځوانان دغه لوبې په بېغمه زړه نه شي کولای.)

د کونړ اوسېدونکی احمد الله وایي، چې په کونړ کې ځوانان د نوروز په ورځ په لوی میدان کې راټولېږي لوبې کوي او د خپلې سیمې د ښېرازۍ لپاره نیالګي هم کینوي.

دا خپرونه د پاڼې په کیڼ اړخ کې د(ږغ) له برخې اورېدلی شي.

تاندې څانګې خپرونه چې په کابل کې یې لینا شریفي برابروي د هرې شنبې او دوشنبې به ورځو خپرېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG