د افغانستان ولسمشر د خصوصي سکتور له استازېو سره هغه وړاندیزونه ومنل، چې دغو کسانو د مالې له وزارت سره تیره اونۍ مطرح کړې وو.
د خصوصي سکتور استازېو له حامد کرزي څخه هیله وکړه چې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي څو د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو شاوخوا اته زره ولاړ کانتینر پریږدي.
ولسمشر حامد کرزي موافقه وکړه، چې په بندرونو کې به د سوداګرو ستونزې حل کیږي، په ګمرکونو کې به کارونه تنظیمږي او د اداري فساد مخه به نیول کیږي.
همدا راز ولسمشر پرون په غونډه کې د خصوصي سکتور د استازېو دا وړاندیز ومانه چې د سوداګرۍ د خونو له غړېو او د تجارت د وزارت تر مشرۍ لاندې د اوو معیینانو یو کمسیون جوړشي څو په پنځلس ورځو کې به یو ځل غونډه کوي. دغه کمسیون به د سوداګرو ستونزې څیړي او په دې برخه کې به اسانتیاوې رامنځته کوي.
له ولسمشر کرزي سره تر لیدو یوه ورځ مخکې د سوداګرۍ او صنایعو د خونې استازېو وویل، پاکستان په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو کانتینرونه ګرځولې دي چې هره ورځ ورسره افغانستان ته پنځه میلیونه ډالر زیان اوړي. د دې خونې مرستیال خانجان الکوزي وویل، پاکستان د خپلو ستراتیژیکو ګټو لپاره پر افغانستان فشار راولي.
د خصوصي سکتور د استازېو په استازیتوب د سوداګرۍ خونو مرستیال خانجان الکوزي له حامد کرزي سره د لیدو پرمهال خوښي څرګنده کړه چې د ولسمشر په لارښوونه مالې وزارت او د سوداګرۍ وزارت د دوی ځیني ستونزې هوارې کړې دي خو نوموړي له حامد کرزي څخه وغوښتل چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغان سوداګرو د ستونزو په اړه له پاکستاني چارواکو سره وغږیږي.
ولسمشر کرزي د خصوصي سکتور له استازېو سره د خبرو پر مهال د کابل د سړکونو له قیر کولو شکایت وکړ، چې خصوصي سکتورونو په دې برخه کې سم کار نه دی کړی.
ولسمشر خبرداری ورکړ، هر هغه شرکت چې خپل کار له شرایطو سره سم معیاري نه ترسره کوي له هغه سره به قانوني چلند وشي.
حامد کرزي ټینګار وکړ، چې افغان حکومت غواړي چې اساسي کارونه خصوصي سکتور ته پریږدي، ځکه چې د افغانستان راتلونکې په بهرنیو مرستو متکي نه ده د خصوصي سکتور پر منظم کار ولاړه ده.
ولسمشر کرزي د خصوصي سکتور له استازېو هیله وکړه، چې خپل کارونه منظم کړي او په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې د ودې لپاره دولت ته وړاندیزونه وکړي.
د لیدنې کتنې په ترڅ کې حامد کرزي د خصوصي سکتور استازېو ته ډاډ ورکړ چې د پاکستان له چارواکو سره به د افغان سوداګرو پر ستونزو خبرې وکړي.