افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د سپارلو په درشل کې د دفاع وزارت چارواکي وړاندوینه کوي، چې نوی لمریزکال به له امینتي پلوه ډیرسخت او ټاکونکی وي.
د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې په روان لمریزکال کې د هلمند او کندهار په ګډون په یوشمېر ولایتونو کې ځینې مهمې سیمې له وسله والو مخالفانو څخه پاکې شوي خو د ده په خبره وسله وال طالبان به پردغو سیمو خپلې حملې زیاتې کړي.
جنرال عظیمي څرګنده کړه، چې دا مهال د ملي اردو د ځواکونو شمېر څه باندې یولک او پنځه پنځوس زرو ته رسیدلی او په هره سیمه کې به د وسله والومخالفانو فعالیتونه شنډ کړي:
کوښښ
"۱۳۹۰ لمریزکال به طبعاً ستونزمن کال وي، له یوې خوا به دښمن کوښښ وکړي، چې له لاسه ورکړې سیمې بیرته ونیسي او له بله پلوه به هڅه وشي، چې د انتقال د پروسې پروړاندې خنډ جوړ شي.
په عین حال کې افغان امنیتي او نړیوال ځواکونه هم تیار دي چې د روان کال په نسبت ټول هیواد ته ښه او ډاډ من امنیت وغځوي."
ده وویل، چې د تیرکال په پرتله په روان لمریزکال کې د ملي اردو د ځواکونو په تلفاتو کې زیاتوالی راغلی، د جنرال عظیمي په خبره په ۱۳۸۸ لمریزکال کې د ملي اردو شپږ سوه پنځه دېرش تنه عسکر وژل شوي وو خو په روان کال کې دا شمېره اوه سوه شپږ ویشت تنو ته لوړه شوه.
تردې وړاندې په افغانستان میشتو نړیوالو ځواکونو هم څرګنده کړې وه، چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې به امنیتي پیښې ډیرې وې خو هیله یې ښودلې وه، چې په دې کال کې به افغان او بهرني ځواکونه ډیرې لاس ته راوړنې هم ولري.
جنرال ظاهرعظیمي هم په دې باور دی، چې په نوي لمریز کال کې به د افغان ځواکونو په تلفاتو کې زیاتوالی راشي ځکه چې د هغه په خبره په بیلابیلو سیمو کې به د دولت د بشپړ حاکمیت او پراختیایي کارونو د ترسره کولو لپاره هلې ځلې زیاتې شي:
"کله چې افغان ځواکونه له کمي او کیفي پلوه پیاوړي کیږي، له دښمن سره یې نښتې هم ډېریږي.
کله چې نښتې زیاتې شوې، ډیرې سیمې ونیول شوې او د امنیت د ټینګښت لپاره کوښښونه وشول نو هرو مرو د تلفاتو اندازه زیاتیږي."
تجهیز
د دفاع وزارت ویاند وویل، چې نړیوالې ټولنې په بروکسل کې د ناټو دغړیو هیوادونو د دفاع د وزیرانو په غوڼده کې ډاډ ښودلې، چې د افغان ځواکونو د ښه تجهیز او سمبال په برخه کې به خپلې ټولې ژمنې عملي کړي او په دې برخه کې عملي کارونه هم په چټکی سره روان دي.
ټاکل شوې ده د نوي کال په لومړۍ ورځ له نړیوالو ځواکونو څخه افغان امینتي ځواکونو ته د دې هیواد د امنیت سپارلو پروسه پیل او د ۲۰۱۴ میلادي کال ترپایه بشپړه شي.
د دفاع وزارت ویاند هم دې مسالې ته په اشاره وایي، سره له دې چې د امینتي مسوولیت منلو په برخه کې به افغان ځواکونه له ډیرو ستونزو او تلفاتو سره مخامخ شي خو ډاډ ښیي چې دا پروسه به له پلان سره سمه اوپه تدریجې توګه پرمخ ولاړه شي.
د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې په روان لمریزکال کې د هلمند او کندهار په ګډون په یوشمېر ولایتونو کې ځینې مهمې سیمې له وسله والو مخالفانو څخه پاکې شوي خو د ده په خبره وسله وال طالبان به پردغو سیمو خپلې حملې زیاتې کړي.
جنرال عظیمي څرګنده کړه، چې دا مهال د ملي اردو د ځواکونو شمېر څه باندې یولک او پنځه پنځوس زرو ته رسیدلی او په هره سیمه کې به د وسله والومخالفانو فعالیتونه شنډ کړي:
کوښښ
"۱۳۹۰ لمریزکال به طبعاً ستونزمن کال وي، له یوې خوا به دښمن کوښښ وکړي، چې له لاسه ورکړې سیمې بیرته ونیسي او له بله پلوه به هڅه وشي، چې د انتقال د پروسې پروړاندې خنډ جوړ شي.
په عین حال کې افغان امنیتي او نړیوال ځواکونه هم تیار دي چې د روان کال په نسبت ټول هیواد ته ښه او ډاډ من امنیت وغځوي."
ده وویل، چې د تیرکال په پرتله په روان لمریزکال کې د ملي اردو د ځواکونو په تلفاتو کې زیاتوالی راغلی، د جنرال عظیمي په خبره په ۱۳۸۸ لمریزکال کې د ملي اردو شپږ سوه پنځه دېرش تنه عسکر وژل شوي وو خو په روان کال کې دا شمېره اوه سوه شپږ ویشت تنو ته لوړه شوه.
کله چې نښتې زیاتې شوې، ډیرې سیمې ونیول شوې او د امنیت د ټینګښت لپاره کوښښونه وشول نو هرو مرو د تلفاتو اندازه زیاتیږي.
عظیمي