د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۷

د خصوصي روغتونو د فعالیت له امله شکایت کيږي


ناروغان په کلینیک کې
ناروغان په کلینیک کې
په افغانستان کې سره له دې، چې د دولتي روغتونونو تر څنګ په لسګونه شخصي روغتونونه هم فعالیت کوي، خو بیا هم یو شمېر خلک د روغتیایي خدمتونه د کیفیت د ټیټوالي له کبله د ځینو مهمو ناروغیو د درملنې لپاره له هېواده بهر ځي.

کابل ښاریان وايي، چې شخصي روغتونونه لوړ فیسونه اخلي، خو پر وړاندې يي ضیعفه روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.

بل خوا یوشمېر نور بیا شخصي روغتونونه د مسلکي پرسونل په نشتوالي تورنوي.

داسې انتقادونه هم کیږي، چې یو شمېر شخصي روغتونونه د ناروغانو د اړتیا وړ درمل په خپله ورکوي، چې ویل کیږي یا بې کیفیته وي او یا یي هم وخت تېر شوی وي.

بل خوا د شخصي روغتونونو د ټولنې مشر امین الله توخي دا مني، چې شخصي روغتونونه په معیار برابرې نه دي، خو وايي، چې د روغتیايي خدمتونو د معیاري کولو لپاره د دولت ملاتړ او مرستې ته اړتیا ده:

(موږ ادعا نه کوو چې زموږ کلینیکونه سټنډرډ دي خو ستونزې لرو بیا خپل کوښښ کوو چې خپل کلینیکونه معیاري کړو او د افغان دولت ته ملاتړ ته زیات اړ یو.)

بل خوا د افغانستان د عامې روغتیا په وزارت هم انتقادونه موجود دي، چې د خصوصي روغتونونو د خدمتونو د کنټرول لپاره هڅه نه کوي او نه یي هم دوي ته د فیسونو لپاره کومه لایحه ټاکلې.

خو د دغه وزارت ویاند غلام سخي نور اوغلي وایي، چې دوي په دې برخه کې ځینې اقدامات کړي.

ده وویل، چې دوي د خصوصي روغتونونو د فعالیت لپاره یوه لایحیه هم ترتیب کړې، چې اوس مهال تر غور او څیړنې لاندې ده:

(له شک پرته د عامې روغتیا وزارت د خصوصي سکټور له فعالیتونو ملاتړ کوي، موږ اړتیا ورته لرو او غواړو ، چې د دوي خدمتونه له ښارونو ولسوالیو او کلیو ته وغځول شي، خو له شک پرته تر اوسه هم د لایحې نشتوالی یوه ننګونه وه.

خو د روغتیايي قوانینو د څېړنې ریاست په دې برخه کې فعالیت کوي، چې که چېرې د دغو روغتونونو کیفیت ټیټ وي، نو قانوني چلند به ورسره وکړي.)

په افغانستان کې خصوصي روغتیایي خدمتونه که څه هم زیاته سابقه نه لري، خو په تیرو لسونو کلونو کې وروسته له هغې، چې په هېواد کې د خصوصي سکتور د ودې لپاره زمینه برابره شوه په دې برخه کې چټک ګامونه پورته شول.

د ورکړل شوېو معلوماتو له مخې د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې په لسګونه خصوصي روغتونونه جوړ شوي.

خو یو شمېر خلک انتقاد کوي، چې دغه روغتونونه تر ډېره په ښارونو کې فعالیت لري او لرو پرتو سیمو او کلیو کې عام روغتیایي خدمتونه هم موجود نه دي.

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په پام کې ده، چې د خصوصي روغتونونو د جوړېدو پروګرام کلیو ته هم وغځوي.

په همدې حال کې دغه وزارت وايي، چې د افغان دولت له خوا دغه وزارت ته د کمې بودیجې له کبله د عامې روغتیا وزارت نه شي کولای چې په سمه توګه روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

خبریاله ماریا صدیقي
XS
SM
MD
LG