ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه د ولسمشر کرزي په وروستیو څرګندونو سخت انتقاد کړې او لیکي، چې بهرني ځواکونه دې د طالبانو په خلاف خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.
که څه هم ورځپاڼه د ولسمشر کرزي دا نظر تاییدوي، چې د جګړې اصلي لاملونه په پاکستان کې دي، خو ورځپاڼه لیکي، چې طالبان د همدغو پاکستانیانو په حکم د هیواد په کلو او بانډو کې تجمع کوي.
د ورځپاڼې په باور که د هیواد نا امنه ولسوالۍ په خپل حال پریښودل شي، نو ممکن د تروریزم په خلاف رونه جګړه ټکنۍ شي او دغه پدیده یو ځلې بیا پیاوړې شي.
خو خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا د دې خلاف لیکلي، چې په افغانستان کې د جګړې په دوام هغه کړۍ ټینګار کوي، چې خپل سیاسي حضور په سوله کې نه ګوري.
ورځپاڼې لیکلي د جنګ په منطق ټینګار هم کورني او هم بهرني بعدونه لري، چې دواړه یې خپل ځانګړي اهداف تعقیبوي او خپل شخصي، ګوندي او قومي ګټې پالي.
خو ورځپاڼې په هیواد کې شتو واقعتونو ته په اشارې، چې په ترڅ کې یې د جګړې له لارې د ستونزو د حل هڅې بې نتیجې ثابتې شوي، لیکلي، چې اوس نړیوال هم په دې قانع شوي، چې جګړه د حل لاره نه ده.
خدمتګار لیکي، چې سوله د ټولو افغانانو هیله ده او هر هغه څوک، چې د دوی دا هیله له منځه وړي، هغه د ولس خاینان دي.
په افغانستان کې قانون ماتولو اسباب او د هغې کورني او بهرني اړخونه بله مهمه مساله ده، چې د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې راخستي.
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په افغان دولت او نظام فشار له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو تر ټولو بدنام اړخ بللې او لیکلي، چې دغه کار په هیواد کې د نظام د پرمختګ مخه ډب کړی.
ورځپاڼې لیکلي، چې د بهرنیانو تر ټولو ستره تیروتنه دا ده، چې دوی له پیله په افغانستان کې د اصولو، قوانینو او ادارو د ملاتړ پرځای د افرادو ملاتړ کړی، چې په پایله کې یې ادارې او افراد دواړه بې باوره شوي.
ورځپاڼې په ورته وخت کې د معترضه کاندیدانو دا ادعا هم راخستې، چې ځیني لویدیځ ډیپلوماټان دا هڅه کوي، چې د انتخاباتو د کمسیون مشر له زندان نه وژغوري.
خدمتګار هم په همدې مسالې بحث کړې او لیکلي، چې بهرنیان اوس هڅه کوي، چې د ځآنګړې محکمې د پریکړو د پلې کولو مخه ونیسي.
ورځپاڼې روان حالت د قانون ماتونې یو داسې پړسوب بللی، چې ممکن په هیواد کې د نړیوالې ټولنې څو کلنې لاس ته راوړنې تر پوښتنې لاندې یوسي.