د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

معترضه کاندیدان:ولسمشرهم ځانګړې محکمه نه شي ړنګولای


پوهاند عبدالکبیر رنجبر
پوهاند عبدالکبیر رنجبر
د ولسي جرګې په انتخاباتو او د ملي شورا د پرانیستلو په بهیر کې د بهرنیو لاس وهنو او فشارونو په اړه د شتو ادعاو په دوام اوس ویل کیږي، چې یو شمېر بهرنۍ کړۍ هڅه کوي، د انتخاباتو د کمسیون مشر له ممکنه مجازاتو وژغوري.

ددې هڅو خبره په داسې حال کې شوې، چې ځانګړې محکمې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د انتخاباتي دوسیو څیړل او د رایو بیا شمېرل پیل کړي.

یو شمېر معترضه کاندیدان، چې د یکشنې په ورځ راټول شوي وو، د ځانګړې محکمې له فعالیتونو ملاتړ څرګند کړ او هغه یي ګټورې وبللې.

پوهاند عبدالکبیر رنجبر، چې د معترضه کاندیدانو په استازیتوب یی له ازادۍ راډیو سره خبرې کولې وویل، چې دې خپله په هغې غونډه کې حاضر وو، چې په کې د ده په وینا ځینو بهرنیو ډیپلوماټانو د معنوي د خوندي کولو غوښتنه کوله.

خو ښاغلي رنجبر د دغو ډیپلوماټانو د هویت له څرګندولو ډډه وکړه او ویي ویل، چې نه غواړي په دې اړه نور جزیات ورکړي:

(په راتلونکي کې به هغه خلک ځان په خپله وښيي چې دا ادعايي کوله چې معنوي بندي نه کړئ، بیا داسې ځواب ورته ورکړل شوی چې قضایه قوه مستقله ده نو دا کار د محکمې دی.)

خو ښاغلی رنجبر زیاته کړه، چې بهرنیو ډپلوماټانو ته د رد ځواب ورکړل شوی او ورته ویل شوی چې په دې اړه د افغانستان ستره محکمه او قضایه قوه پریکړه کوي.

بل لور ته د انتخاباتو د کمسیون مشر مولوي فضل احمد معنوي له ازادۍ راډیو سره په خپلو لنډو خبرو کې دا ډاډ څرګند کړ، چې داسې څه یی نه دي کړي، چې له امله یي دې زندان ته واستول شي.

د معترضه کاندیدانو له خوا د ځانګړې محکمې فعالیتونه په داسې حال کې موثر بلل کیږي، چې د ولسي جرګې غړي په پرله پسې ډول د دې محکمې د لغوه کولو هڅه کوي.

خو معترضه کاندیدانو د ولسي جرګې په هغې غوښتنې یو ځلې بیا سخت غبرګون څرګند کړې، چې د ځآنګړې محکمې د له منځه وړلو لپاره یی کړې.

ددوي په باور اوس مهال د دې محکمې د ړنګولو واک نه ولسمشر او نه هم ستره محکمه لري.

رپورټ: مخفي عزیزي، کابل
XS
SM
MD
LG