د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۷:۰۱

په جاپان کې زلزلې او زیانونه

د شنبې په ورځ د جاپان د دوو ورانو شوېو اټومي بټيو په يوه کې چاودنه وشوه، چې ګڼ کارکوونکي يې ژوبل کړل او په سيمه کې يې د راډيو اکتيف د شعاع کچه ډېره لوړه کړه.

دا چاودنه د خلکو د هغو وېرو او اندېښنو په دوام وشوه، چې ويل يې، کېدى شي د جمعې د ورځې د زوروې زلزلې او څونامي له کبله د دې اټومي بټۍ د سړوونکي سيسټم له خرابېدو سره د هغې ري اکټور ويلې شي.

په جاپان کې يوه مېشت افغان ډاکټر خالد رشاد له ازادۍ راډيو سره خبرو کې وويل، د ويجاړې شوې اټومي بټۍ د موادو خپرېدل به خلکو ته جدي صحي ستونزې پيدا کړي.

د جاپان صدراعظم ناوتو کان چې د شنبې په ورځ يې فوکوشيما ساحه د څرخي الوتکې په مرسته وکتله، په سيمه کې يې، اضطراري حالت اعلان کړ. چارواکو له خلکو وغوښتل د دې ساحې تر سل کيلومترۍ پورې سيمې تخليه کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG