د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

بلوچستان:په جعفراباد كې ۳ توغندي لګېدلي


د بلوچستان په جعفراباد سيمه كې پر يوه كور او ښوونځي باندې له نامالوم لوري درې توغندي لګېدلي، چې په نتيجه كې يې د يوې كورنۍ شپږ تنه وژل شوي دي.

بل لور ته په بولان سيمه كې نامالومو وسلوالو ناټو ته پر درېوو تېل وړونكيو ټانكرو ډزې كړي، چې يو ټانكر په بشپړه توګه سوځېدلى او يو موټر چلوونكى ټپي شوى دى.

د كوټې ښار جنوب ختيځ لوري ته په درې سوه كيلوميټرۍ كې د جعفراباد سيمې ګوټ كلو نومې ځاى ته د شنبې په شپه ناوخته له يوه ناڅرګند لوري څخه درې توغندي ور توغول شوي چې د يوه كور شپږ تنه يې وژلي دي.

د جعفراباد سيمې د پوليسو يوه مشر جاويد اقبال غرشين د دې پېښې په اړه ازادۍ راډيو ته وويل:

(درې توغندي را توغول شوي وو، چې يو يې پر يوه ښوونځي لګېدلى او دوه نور پر يوه كور لګېدلي دي، چې له امله يې خپله د كور څښتن پلو بګټى، د هغه مېرمن او څلور لوڼې وژل شوې دي.)

د پوليسو مشر وايي، ښوونځي ته كوم زيان نه دى رسېدلى خو زياتوي چې دا توغندي ختيځ لور ته د ډېره بګټي سيمې له خوا ور توغول شوي دي، دا چې د چا له خوا ور توغول شوي دي، وايي دم ګړۍ يې پر چا تور نه شي لګولاى خو په دې اړه يې پلټنې روانې دي.

د وژل شوېو كسانو خپلو خپلوانو د پېښې په خلاف احتجاج كړى او د بلوچستان او سيند ايالت تر منځ غزېدلى سړک يې د موټرو پر مخ تړلى دى، دوي تور لګولى چي د پلو بګټي پر كور د ملېشه ځواكونو له خوا ور توغول شوي دي، خو حكومتي چارواكيو دا خبره په كلكه رد كړې ده.

بل لور ته د كوټې ښار جنوب لور د بولان په سيمه كې د شنبې په سهار نامالومو وسلوالو د تېلو پر درېوو ټانكرونه وسلوال بريد كړى چې د پوليسو يو موټرچلوونكى په ډزو لګېدلى او سخت ټپي شوى دى. د مچ سيمې د لېويز پوليسو يوه چارواكي علي احمد د دې پېښې په اړه وايي:

(دا پېښه د ورځې د نهه نيمو لسو بجو په شاوخوا كې وشوه، درې ټانكرونه له كراچۍ څخه د كوټې پر را روان وو، چې د بولان په كيرتا سيمه كې د نامالومو وسلوالو له خوا بريد پر وشو، چې يو په كې په بشپړه توګه ويجاړ شوى او موټروان يې ټپي شوى دى او پر دوو نورو ټانكرونو ډزې شوې دي خو زيان ورته نه دى رسېدلى)

پوليس وايي، كه څه هم عسكر يې په سمدستي توګه د پېښې ځاى ته ور ورسېدل خو وسلوال كسان د پېښې له ځايه تښتېدلي وو او دوي ورپسې پلټنې پيل كړې دي.

د يادونې وړ ده، چې په افغانستان كې مېشتو ناټو ځواكونو ته پر اكمالاتي لاريو باندې د بلوچستان په حدودو كې په تېرو درېوو كلونو كې تر پينځوسو زياتې حملې شوې دي، خو د لارې پر سر موظفو پاكستاني امنيتي ملېشه وو او لېويز پوليسو د دا ډول پېښو عاملين نه دي نيولي.

راپور:- باركوال مياخېل- كوټه
XS
SM
MD
LG