د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

کرزی:د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په له منځه وړلو کې ديني عالمان مهم رول لوبولای شي


افغان ولسمشر وایي حامد کرزي، په داسې حال کې، چې په تیرو څو کلونو کې د ښځو د حقوقو په برخه کې زیات څه شوي، خو بیا هم دوي ته د پوره حقوقو د ورکولو لپاره وخت ته اړتیا ده.

ښاغلي کرزي، چې د سې شنبې په ورځ یي په کابل کې د ښځو د پیوستون د نړېوالې ورځې لمانځ غونډې ته وینا کوله وویل، چې که د ديني عالمانو، قومي مشرانو او خلکو مرسته نه وي، نو دا پرمختګونه ممکن نه وو.

خو ښاغلي کرزي زیاته کړه، چې د دې ټولو پرمختګونو سره سره لا هم افغان میرمنې له تاوتریخوالي سره مخامخ دي:

(ډیر اوږد سفر په مخ کې لرو، د کار پیل دی، تر څو موږ د یوه هېواد او یوې ټولنې په توګه افغانه ښځه په ښوونې او روزنې او بشري تواناييو کې په ټوله معنی له نارینو سره سیاله کړو.

خو زموږ په خاوره کې د نارینه وو په نسبت ښځې په ښوونه او روزنه او په اقتصادي او ټولنیزه برخه کې وروسته پاتې دي.

او دا یوازې او یوازې همدې لارې ته په ادامه ورکولو سره چې اوس مو پیل کړې ده، ممکن دی. په تدبیر، قاطع اقداماتو، ټینګو ګامونو او په تدریج سره.)

ښاغلي کرزي د ښځو پر وړاندې د روان تاوتریخوالي په مخنیوي کې د دينی عالمانو رول مهم وباله.

یوشمېر ښځې بیا د ښځو د نړېوالې ورځې په مناسبت جوړشوي کنفرانسونه سمبولیک بولي او وايي، چې د ښځو د پرمختګونواو د خنډونو د لرې کولو لپاره په هغه ډول چې تمه کېده ، کار نه دی شوی.

د ښځو چارو وزارت وايي، چې دغه وزارت په بېلابېلو برخو کې د ښځو د پرمختګونو لپاره کار کوي.

د ښځو چارو وزارت سرپرسته وزیره حسن بانو غضنفر وايي، چې ښځې د پرمختګ لپاره د دولت او نړېوالو ملاتړ ته اړتیا لري.

نوموړې له نړېوالې ټولنې څخه د ښځو لپاره په بېلابېلو برخو کې د پانګونې غوښتنه وکړه:

(له ټولو ملي او نړېوالو نهادونو څخه غواړو، چې د ښځو د سیاسي مشارکت، عدالت، ښوونې او روزنې، د ظرفیتونو د لوړولو او د فقر د له منځه وړلو برخو ته چې د ملي کاري پلان مهمې برخې او د ټولو ښځو غوښتنه دي، زیاته پاملرنه او لا زیاتې پانګونې وکړي.)

یو شمېر حقوق پوهان وايي، چې د ښځو د حقونو څخه د دفاع په نامه په لسګونه ادارې جوړې شوي او په میلیونو ډالر لګول شوي، خو عملي ګامونه نه دي اوچت شوي.

د دغو حقوق پوهانو په وینا لا هم ښځې په بدو کې ورکول کيږي، له زده کړو محرومې دي، جبري وادیږي، جنسي تېرۍ ورباندې کیږي او له نورو کورنیو تاوتریخوالو سره مخامخ دي.

خبریاله ماریا صدیقي،کابل
XS
SM
MD
LG