د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۵

واټونو ته راوتې میرمنې:د ښځو په وړاندې تبعیض باید له منځه ولاړ شي


د ښځو د یووالي د نړېوالې ورځې په درناوي واټونو ته راوتو میرمنو په ټولنه کې د ښځو د حقوقو، عدالت او برابرۍ غوښتنه کوله.

دغو ښځو، چې د بشر د حقوقو د خپلواک کمسیون د سیمه ایز دفتر، مدني ټولنو او د سیاسي مشارکت د کمېټې په همکارۍ راټولې شوې وې، د افغان ښځو حالت یي کړکیچن وباله.

د افغانستان د بې وزله ښځو د روزنی د مرکز مشرې نوریه حق نګر، چې په دې اعتراض ډوله غونډه کې یي ګډون کړې وو وویل، چې خپلې مبارزې ته به تر هغه دوام ورکړي، چې د ښځو په وړاندې تبعیض له منځه نه وي تللې:

(زموږ نننۍ غونډه د دوه مسلو په اړه ده، یو زموږ شعار باید خپور شي، چې هغه دادی موږ عدالت غواړو، دوهم باید دولت ټکان وخوري ټولنه ټکان وخوري او هغه نړېوالی ادارې چې د ښځو ملاتړی دی، هغوي باید پوه شي، چې افغانو ښځې د ځان پر وړاندې د تاوتریخوالو د له منځه وړلو لپاره حرکت کړی دی، تر هغه پورې چې موږ برابرې ته نه وو رسیدلی موږ به عدالت وغواړو، دولت باید دی مسلې ته متوجه شي، له دولت نه مې منظور درې واړه قواوې دي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کمول دي، په تعلیمي نصاب کې شامل کړي.)

د بشري حقوقو د خپلواک کمیسیون د سیمه ایز دفتر مشر شمس الله احمدزي ازادۍ راډیو ته وویل، چې په هېواد کې ناوړه دودونه یو له هغو سترو ستونزو څخه دي چې له ټولنیزو او شرعي حقوقو سره په ټکر کې دي.

ښاغلي احمدزي وویل، افغان دولت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په له منځه وړلو کې پاتې راغلي.

د ده په وینا دولت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د قانون په نفاذ کې هم پاتې دی.

په لېرې پرتو سیمو کې په واړه عمر کې د نجونو واده کول، په بدو کې ورکول، وهل ټکول، له ټولنیزو حقونو څخه د افغان ښځو بې برخې کول یو له هغو ستونزو څخه ده، چې افغان دولت او په افغانستان کې د ښځو پر ملاتړ جوړې شوې نړېوالې ادارې یي په له منځه وړلو بریالۍ شوې نه دي.

افغان دولت تل وایي، چې د ناوړه سیمه ایزو دودونو له امله نه شي کولای د ښځو پر وړاندې پرتې ستونزې په بیړه هواري کړي خو ډاډ څرګندوي چې هڅه کوي د افغان ښځو پر وړاندې پرتې ستونزې هوارې کړي او وایي، چې اوس مهال یي هم په سیاسي اقتصادي او ټولنیزو چارو کې د ښځو د ګډون لپاره لار پرانیستي ده.

راپور: ذکیه غیاثي،کابل
XS
SM
MD
LG