د چاپیریال ساتنې د ادارې کار کوونکي وایي، چې یوه ونه د اتلسو کسانو لپاره آکسیجن تهیه کوي نو روښانه ده چې که چیرې یو نیالګی کینوو اتلسو کسانو ته مو خیر رسیږي.
له بله پلوه شنه بوټي د چاپیریال په پاکۍ او ښکلا کې ډیره ونډه لري د چاپیریال ساتنې د ادارې کارکوونکي سلمان شاه سالاري د شنو بوټو شتون د انسان په بدن کې له سږو سره تشبه کوي.
د کرهنې د وزارت مسولین وایي، چې دوي سږ کال درې میلیونه نیالګي د ویشلو لپاره لري په همدې ډول پنځه میلیونه نیالګي خیریه موسېسې اودیارلس میلیونه هم شخصي قوریه دارانو د ایښودلو لپاره برابرکړي دي، خو له بده مرغه په ډیرو سیمو کې لیدل کیږي چې ځینې کسان د نیالګیو په ساتنه کې بې غوري کوي.
درنو دوستانو!
یوازې د نیالګیو په ایښودلو سره زموږ مسولیت نه خلاصیږي که چیرې ایښودل شوېو نیالګیو سره بې غوري وشي نو وچیږي.
د کرهنې د وزارت د طبیعي زیرمو عمومي رئیس محمدهاشم بارکزي وایي، چې د نیالګیو له کینولو نه د هغو ساتنه مهمه ده .
د نیالګیو ساتنه تر ډیره حده په عامو خلکو پورې اړه لري، چې اوبه ورکړي له حیواناتو نه یې وساتي او ماشومان پوه کړي چې هغو ته زیان ونه رسوي د ننګرهار اوسیدونکی عبدالجباروایي، چې که ماشوم د نیالګیو په ارزښت پوه شي نو هیڅکله به هغو ته تاوان ونه رسوي .
د ننګرهار اوسیدونکی ولس پال بیا له سپیدارونه یادونه کوي، چې د هغوي په سیمه کې ایښودل کیږي او دوي ته یې اقتصادي ګټه رسیږي.
د بغلان اوسیدونکی سید الدین وایي، چې د هغه د ژوند تر ټولو ښه خاطره دا ده چې هغه د اوو زرو او پنځو سوه باغونو په ایښودلو کې برخه اخیستې. له یوې خوا یې سمیه ښکلې کړې له بله پلوه یې ګڼو خلکو ته د پیسو پیداکولو لار برابره کړې.
په اسلامي لحاظ هم د نیالګیو ایښودل ډیر ثواب لري دیني عالم سید میر سلام وایي، چې د نیالګیو په ایښودلو سره د دنیا او اخرت ښېګڼې د تاسو په برخه دي.
او د خپرونې په وروستيو كې تمثیلي ټوټه هم اورېدلاى شئ، دا خپرونه په كابل كې فرشته مرسل برابروي چې د هرې سې شنبې او چهار شنبې په ورځو خپريږي.
دا خپرونه د پاڼې په کیڼ اړخ کې د(ږغ) له برخې اورېدلی شي.