د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۵۳

لوګر:په نوي کال کې به د بیارغونې یو لړمهم کارونه ترسره شي


د لوګر ولایت ښاروالۍ په پام کې لري، چې په نوي لمریز کال کې د دې ولایت په مرکز پل علم ښار کې د پراختیا او په یو شمېر ولسوالیو کې د بیارغونې مهم کارونه ترسره کړي.

د دې ادارې چارواکو وویل، چې په ۱۳۹۰ لمریز کال کې به په پل علم ښار کې یوولس کیلومټره واټونه قیر او په دې ښار کې به د اوبو رسولو سیسټم هم په اساسي ډول جوړ شي.

د لوګر ښاروال محمد هاشم حسین خیل ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دې ترڅنګ به پل علم ښار کې په شپاړلس جریبه ځمکه کې یو لوی او عصري ورزشي سټډیوم، د لامبو وهلو یو لوی حوض، د موټرو څو پارکینګونه یا تم ځایونه، شنې سیمې او عصري پارکونه جوړ شي.

ښاغلي حسین خیل ډاډ ورکړ، چې دوي خپل کاري ماسټر پلان له مخکې نه جوړ کړی او خپلې ژمنې به هرو مرو عملي کړي:

(موږ پلان جوړ کړی یانې ۵۰سلنه کارمو ترسره کړی دی او موږ خپل هېوادوالو ته دا ډاډ ورکوو چې د لوګر مرکز پل علم ۵۰سلنه وده کړی او مخکې تللی)

لوګر ښاروال څرګنده کړه، چې د ځینو موسېسو او په دې ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په مالي مرسته به په نوي کال کې د لوګر په یو شمېر ولسوالیو کې هم د بیا رغونې مهم کارونه ترسره شي په ځانګړي توګه د ښارګوټو او سړک جوړونې په برخه کې.

د لوګر ولایت اوسیدونکي که څه هم په تیرو کلونو کې په دې ولایت کې ترسره شوي کارونه کم بولي خو وایي چې د دې ولایت مرکز پل علم د ښار بڼه خپله کړې، دوي غوښتنه کوي چې د لوګر نورو سیمو ته هم باید په ورته توګه پاملرنه وشي.

د لوګر ښاروال محمد هاشم حسین وویل، چې د مس عینک د پروژې عملي کارونه هم دوام لري او په دې پروژې کې ډیر ژر د دې ولایت سلګونو اوسیدونکو ته کارونه پیدا کیږي چې له دې سره به په لوګر کې امنیتي وضع هم ښه شي.

ویل شوي، چې د مس عینک د پروژې په چوکاټ کې به په لوګر ولایت کې ځینې اساسي پراختیایي پروژې هم عملي او په راتلوکې کې به دې پروژې ته نږدې څو عصري ښار ګوټي او د مسلکي زده کړو مرکزونه هم جوړ شي چې له دې سره به دا ولایت پراختیا ومومي او د اوسیدونکو په ژوند کې به یې له هره پلوه بدلون او ښه والی راشي.
XS
SM
MD
LG