د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۱

د امریکا دوه جنګې بیړۍ د مدیتراني اوبو ته نتوتي


د متحد ایالاتو د دفاع وزیر رابرت ګیتس تیره شپه وویل، د لیبیا په هوايي قلمرو کې د نه الوتني د زون یا سیمې رامنځ ته کول به د جګړي په معني وي.

هغه وايي، د نه الوتني سیمه به پر لیبیا له یوې حملې سره پیل کیږي چې په ترڅ کې به یې د دې هېواد هوايي مدافع سیستم له منځه یوسي.

سپینه ماڼۍ وايي، واشنګتن په پرله پسې توګه حالات څیړي، د سپینۍ ماڼۍ ویاند جې کارني په دې ارتباط د متحد ایالاتو د دفاع د وزیر رابرت ګیتس د څرګندونو په اړه وویل، حقیقت دا دی چې د الوتنی د ممنوع سیمې نظریه ډیره پیچلې ده خو دا د دې معني نه لري چې ور باندی بحث نه کیږي:

(موږ په فعاله توګه بېلابېلو امکاناتو ته پام کوو، موږ به هیڅ یو امکان رد نه کړو.

موږ ډیر سخت امکانات انتخاب کړي، چې په هغې کې بندیزونه شامل دي چې ما یې دمخه په اړه خبرې کړی او په دې توګه به د خپلو نړېوالو ملګرو سره په دې ارتباط پوخ عمل کوو . په نورو امکانات بحث روان دی.)

لندن ویلي د الوتنو د ممنوع سیمې د رامنځ ته کولو لپاره د ملګرو ملتونو له خو ا ددې مسلی تصویب ضروری نه دی، خو روسیه پر دې مسلی چندان بارو نه لري.

د فرانسی د بهرنیو چارو نوی وزیر، الن ژوپه ، د قذافي پر ضد پوځې عمل رد کړ، د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ویسترویلي په برلین کې ورته خبردارې ورکړي:

(د پرواز د ممنوع ساحي رامنځ ته کول یوه نظري چاره نه ده، دا مسله د یوه لړ عملی مشکلاتو سره مخامخ ده.

دا به په دې معني وي چې پوځې عمل تر سره شي، چې دا په خپل ذات کې یو ډیره جدي مسله ده نو ځکه په دې اړه فیصله به پرته د ملګرو ملتونو د فکر وړ نه وي.)

په پرونیو راپورونو کې دا خبر خپور شو، چې د امریکا دوه جنګې بیړۍ د مدیتراني اوبو ته داخلی شوی او په داسې حال کې غواړي چې د لیبیا پر اوبو ګډې شي چې د لیبیا مشر معمر القدافي ویلي دي، چې تر ورستۍ سلګۍ به جګړه وکړي.

شاوخوا دوه اونۍ کیږي چې د لیبیا ګن شمېر خلک د ولسمشر قدافي د دوه څلویښت کلني واکمني پرضد راپاڅیدلی.

په لیبیا کې د نارامیو او ګډوډیو په تر څ کې شاوخوا یولک او اتیا زره تنه چې ډیر یې بهرني کارکونکې دي له دې هېواده د تونس او مصر سرحدي سیمو ته تللی دي.
XS
SM
MD
LG