د اروپایي ټولنې د بشري مرستو د څانګې مشره د لیبیا او تونس تر منځ پولې ته ورغلې څو له نژدې بشري وضعیت وویني.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو اداره وایي، چې په لیبیا کې د روانو شخړو له امله تر یولک او اتیا زره ډیر کسان بې ځایه شوې دي او دوي د تونس او مصر د سرحدونو په لور تللې دي.
د بشري حقونو په برخه کې د اروپایي ټولنې کمېشنره کریستالینا جیورجیوا د هغو زرګونو کډوالو د لیدنې لپاره د لیبیا او تونس سرحد ته تللې، چې په لیبیا کې د نښتو له امله دغې سیمې ته تښتېدلې دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو ویاندې میلیسا فلیمینګ پرون وویل، چې تر یولک او اتیا زره ډیر کسان د څو ورځو په ترڅ کې په لیبیا کې بې ځایه شوې دي او اوس د مصر او تونس د سرحدونو خواته رسیدلې دي.
د اروپایي ټولنې د بشري حقونو د برخې کمېشنره غواړي چې له مرستندویه ټولنو سره وګوري او له سرحدي چارواکو سره هم د دغو کډوالو پرستونزو خبرې وکړي.
اروپا غواړي، چې له دغو کډوالو سره خپلې مرستې له درې میلیونه ایرو لسو میلیونو ایرو ته زیاتې کړي څو دوي ته خیمې او دارو درمل چمتو شي.
جیورجیوا ازادۍ راډيو ته وویل، چې نورې مرستې به هم وشي خو د اوس لپاره ستونزه د پیسو نه ده:
« پېسې که اوس لږې هم دي، اصلي ستونزه د پیسو نه ده. وضعیت په دې هېواد کې بدلیږي رابدلیږي او دغه هېواد چې له نړۍ منزوی دی زموږ معلومات هم په کې کم دي، نه پوهیږو چې څومره اړتیا شته.»
د اروپایي ټولنې د بشري حقونو د برخې کمېشنرې زیاته کړه، چې ګڼ روغتیایي مسوولان هم اړ شوې دي چې لیبیا پریږدي او له دې سره وضعه نوره هم کړکېچنه شوې ده.
د لیبیا کډوال د اروپایي ټولنې هېوادونه اندیښمن کړې دي، چې اروپا ته مخه نه کړي. تر اوسه د تونس شپږ زره تنه ایټالیا ته رسیدلې دي او داسې نه ښکارې چې له تونسه به ډیر کډوال اروپا ته مخه کړي.
د روانې اونۍ په پیل کې د اروپایي ټولنې مشرانو سلا وکړه، چې د لیبیا مشر معمرالقذافي او د هغه نژدې ملاتړېو ته ویزې ور نه کړي. د اروپایي ټولنې مشران همدا راز راتلونکې اونۍ غواړي چې په بروکسل کې په خپلې سرمشریزې کې دا وڅیړي چې د لیبیا پر فضا الوتنې بندې شي.
جیورجیوا دا اوازې رد کړې، چې اروپایي ځواکونه د لیبیا د نیولو پر مسالې فکر کوي، دې وویل، یوازې دا مساله مهمه ده چې نړېواله ټولنه په لیبیا کې بشري وضعې ته جدي پاملرنه وکړي.