متحد ایالاتو د یکشنبې په ورځ د ایران حکومت له بشري حقونو څخه پر سرغړونې او همدا شان په ریاکارانه ډول په منځني ختیځ کې د خلکو له پاڅون څخه د ملاتړ له امله محکوم کړ او ویې ویل، چې ایران په خپل هیواد کې اعتراض کونکي ځپي.
د متحد ایالاتو د ملي امنیت ویاند په سپینۍ ماڼۍ کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د غونډي په درشل کې وویل، ایران د مخالفینو او خبریالانو په نیولو همدا شان د سټلایټ او انټرنټي شبکو په تړلو سره په ښکاره توګه د زور او تهدید په یوه منظم کمپاین کې برخه لري.
ټاکل شوې چې په دې غونډه کې د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو وزیره هلیری کلنتن هم برخه واخلي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند وویل، متحد ایالات او د نړۍ نور هېوادونه د عامو خلکو د بشري حقونو څخه د ایران د ښکاره سرغړاوي شاهدان دي.
وژنه وغندله
د ایران جمهور رییس، محمود احمدي نژاد، د تیرې اوونۍ په پیل کې په لیبیا کې د اعتراض کونکو وژنه وغندله او د لیبیا له حکومت نه یې وغوښتل، چې د خپلو خلکو غوښتنو ته ځواب ووایي.
ټامي ویټر د خپلو خبرو په دوام وویل، د ایران حکومت باید په فعاله توګه د خپلو اتباعو تر منځ خبرو اترو ته اجازه ورکړي، بې له دې چې خلک ویره ولري، دوی ته د بیان د ازادۍ او د غونډو امکان ورکړي.
د سپینۍ ماڼې د ملی امنیت ویاند، ټامي ویټر زیاته کړه، ایرانیان لکه د نړۍ د نورو خلکو په شان د حقونو او عدالت مستحق دي دا هغه څه دي چې د ایران حکومت یې نور هیوادونه رعایت کولو ته هڅوي.