د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۵

د ولسي جرګې دویم مرستیال او لومړی منشي وټاکل شول


احمد بهزاد له دوه سوه اوه ویشت رایو نه یوسلو څلورویشت او عبدالقادر قلاتوال یوسلوشل رایې وګټلې.
احمد بهزاد له دوه سوه اوه ویشت رایو نه یوسلو څلورویشت او عبدالقادر قلاتوال یوسلوشل رایې وګټلې.

د ولسې جرګې غړو د دې جرګې د رییس له انتخابیدو نه وروسته د دوشنبې په ورځ د ولسې جرګې د اداري پلاوي د پاتې غړو لپاره انتخابات ترسره کړل.

د ولسې جرګې غړو د دې جرګې د اداري پلاوي د پاتي غړو د انتخابیدو په لړ کې احمد بهزاد او عبدالقادر قلاتوال په ترتیب سره د دې جرګې د دوهم مرستیال او لومړي منشي په توګه انتخاب کړل.

په دغو انتخاباتو کې چې د دوشنبې په ورځ په ولسې جرګې کې وشول، پنځوس جمع یو غوڅ اکثریت معیار ټاکل شوی وو، چې احمد بهزاد له دوه سوه اوه ویشت رایو نه یوسلو څلورویشت او عبدالقادر قلاتوال یوسلوشل رایې وګټلې.

د ولسې جرګې رییس عبدالروف ابراهیمې د دې جرګې د دوهم مرستیال او لومړي منشي له انتخابیدو نه وروسته هیله وښوده، چې خپلې اړونده چارې په بریالۍ توګه ترسره کړي:

مبارکي


"د ولسې جرګې د دوهم مرستیال په توګه وکیل احمد بهزاد او د دې جرګې د منشي په توګه ښاغلي قلاتوال له دې جرګې څخه د باور رایې ترلاسه کړي، چې ورته مبارکي وایم.

له پاک خدای نه غواړم چې په خپلواړوندوکارونوکې بریالي واوسي."

د ولسې جرګې د لومړي مرستیال څوکۍ ته نادرخان کټوازی او شاه عبدالاحد افضلي کاندیدان وو، خو دوی دواړه پنځوس جمع یوه رایې پوره نه کړې، دغه رازحمیرا ایوبي، فرهاد عظیمي او حیدر جان نعیمزوی هم د دې جرګې د دوهم منشي څوکۍ ته لازمې رایې ترلاسه نه کړي خو د سې شنبې په ورځ به د میرمن ایوبي او فرهاد عظیمي ترمنځ دوهم ځل انتخابات ترسره کیږي.

د اداري پلاوي د پاتې غړو له انتخابیدو نه وروسته د سترې محکمې او د کابینې ځینو غړو ته رایه ورکول او د ۱۳۹۰ کال د بودجې په اړه بحث د دې جرګې له کاري لومړیتوبونو څخه بلل کیږي.

ابراهيمي
په عین حال کې د ولسې جرګې اداري پلاوي وویل، چې د سې شنبې په ورځ به د دې جرګې د لومړي مرستیال څوکۍ ته د همدغو کاندیدانو ترمنځ دوهم دور انتخابات وشي خو لاتراوسه نه ده معلومه، چې د ولسې جرګې څوتنه غړي به دې پست ته ځانونه کاندید کړي.

د ولسې جرګې لومړي منشي عبدالقادر قلاتوال چې د دې جرګې په موقت اداري پلاوي کې هم لومړی منشي و، له بریالیتوب نه وروسته ژمنه وکړه، چې خپل کارونه به په پوره بې پریتوب ترسره کړي:

د ولسې جرګې د رییس عبدالروف ابراهیمي په خبره دوی ډیر وخت د دې جرګې د رییس د انتخاب پرسرناندریو کې تیرکړ اوهڅه کوي، چې د دې جرګې د اداري پلاوي پاتې غړي هم ډیر ژر انتخاب کړي.

د ښاغلي ابراهیمي په خبره د اداري پلاوي د پاتې غړو له انتخابیدو نه وروسته د سترې محکمې او د کابینې ځینو غړو ته رایه ورکول او د ۱۳۹۰ کال د بودجې په اړه بحث د دې جرګې له کاري لومړیتوبونو څخه بلل کیږي.
XS
SM
MD
LG