نيويارک ټايمز:
د امريکا چاپ نيويارک ټايمز ورځپاڼې، په افغانستان کې د ناکراريو زياتېدو ته په اشارې ليکلي، سږکال پسرلى د طالبانو او نورو سخت دريځو ډلو له لوري حملې وحشتناکه بڼه لري.
امريکايي او افغان پوځي چارواکو ويلي، وسلوال له ځان وژونکو بريدونو کار اخلي چې زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اړوي او په دې توګه په خلکو کې وحشت خپروي. د دې تر څنګ له نورو لارو د نورو قتلونو پلانونه هم طرحه کوي.
نيويارک ټايمز د مقالې په دوام زياتوي:
د سخت دريځو وسلوالو يو خونړى نيت دا دى چې په دې توګه خپره شوې وېره به خوابدى زيات کړي او افغانان به پر خپل حکومت او امنيتي ځواکونو باور وبايلي او بالاخره به طالبانو ته مخه کړي.
ورځپاڼې اټکل کړى چې ښايي وسلوال په ګڼ مېشتو سيمو کې خپل بريدونه زيات کړي. په تېره څه کم يوه مياشت کې د اوو ځان وژونکو بريدونو په نتيجه کې ١١٦ملکيان ووژل شول، وروستۍ پېښه د شنبې په ورځ په فارياب کې وشوه.
نيويارک ټايمز د مقالې په پاى کې د افغانستان وضعيت د عراق د ٢٠٠٥م کال له وضعيت سره پرتله کړى، چې د هغه هېواد ښارونه له تاوتريخوالي سره لاس و ګرېوان وو.
د ورځپاڼې په باور، حکومت نه شواى کولاى خلک خوندي وساتي او وسلوالو له نورو هېوادونو عراق ته مخه کړه.
خو د دې تاوتريخوالي له منځه وړلو څلور کاله وخت ونيوه.
په داسې حال کې چې د افغانستان په جنوب کې د امريکايي عسکرو په زياتېدو سره دوى غښتلي بلل کېدل، خو د وروستيو بمي حملو د خطرونو زياتېدو په رواني لحاظ پر دې برترۍ سيورى غوړولى.
انډپنډنټ:
د بريتانيا چاپ انډپنډنټ ورځپاڼې بيا د پخواني شوروي اتحاد د مشر ميخايل ګرباچوف پر څرګندونو تبصره کړې. ښاغلي ګرباچوف ورځپاڼې ته د خپلې اتيايمې کاليزې په درشل کې په يوه ځانګړې مرکه کې د بريتانيا پر صدراعظم ډېوېډ کامرون ږغ کړى چې له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي.
نوموړي په افغانستان کې روانه جګړه د اسلام ضد جګړه او د هغې شخړې يوه برخه وبلله، چې د ده په باور امريکا په خپله رامنځته کړې او د ورځپاڼې په حواله د نوموړي دغه څرګندونې به په امريکا کې غوسه راوپاروي.
ګورباچوف انډپنډنټ ورځپاڼې ته ويلي، په اتيايمه لسيزه کې د کمونيزم په وړاندې د جګړې لپاره، امريکا له اسلامپالو سخت دريځو سره مرسته کوله، خو اوس امريکا هغه څه رېبي چې کرلي يې دي.
ښاغلى ګورباچوف پر افغانستان د شوروي تر يرغل وروسته د وخت ولسمشر شو، چې له افغانستان څخه يې د خپلو عسکرو په تدريجي وتلو پيل وکړ.
ګورباچوف پر افغانستان د شوروي اتحاد يرغل ته په پام سره بريتانيا ته مشوره ورکړه چې افغانان د ځانګړو خصوصياتو لرونکي دي چې خپلو دودونو او عنعناتو ته ژمن دي او بريتانيا ته هم په کار دي چې دې مهم ټکي ته پام وکړي.