د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

ترکیه چمتو ده چی، د افغان دولت او مخالفینو ترمنځ د مذاکراتو کوربه شي


د سولې د عالي شورا ویاند مولوي قیام الدین کشاف
د سولې د عالي شورا ویاند مولوي قیام الدین کشاف
د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، که چېرې د افغانستان د دولت مخالفین حاضر شي چې له افغان دولت سره د مذاکراتو لپاره د ترکیي کوربه توب ومني، شورا به د دې پریکړې ملاتړ وکړي.

د افغانستان د سولې دعالي شورا ویاند مولوي قیام الدین کشاف د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې ترکیي ته د یادې شورا د پلاوي سفر وښوده ترکیه حاضره شوې ده چې د افغان دولت او مخالفینو ترمنځ د مذاکراتو کوربه شي.

ده وویل، د ترکیي د اماده ګي په هکله د افغانستان د سولې د عالي شورا تصمیم د دولت د مخالفینو له پریکړې پورې تړلي دي.

ده هیله وښوده چې ترکیه دې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره له ګاونډېو هېوادونو سره اغیزمنې مذاکرې پیل کړي:

(ترکیه یوازینی هېواد دی، چې له ګاونډېو هېوادونو سره ښې او نیکې اړیکي لري، که ترکیه د یو منځګړي په توګه له پاکستان، ایران، سعودي عربستان او د خلیج له هېوادونو سره وویني پر مذاکراتو به مثبته اغیزه وکړي، امکان لري طالبانو ته د ترکیي منځګړیتوب ښه وایسي.)

ښاغلی کشاف زیاته کړه، که چېرې بهرني ځواکونه د مخالفو مشرانو خوندیتوب تضمین کړي، ضروري نه ده چې دا مذاکرات له افغانستان څخه بهر ترسره شي.

مخالفین چې اوس هم افغانستان دولت او بهرنیو ځواکونو سره په جنګ اخته دی، تر اوسه یي د سولې د عالي شورا د څرګندونو په هکله څه نه دي ویلي.

خو پخوا تردې یي ویلي و، چې افغانستان سره د دوي د مذاکراتو یوازینی شرط له هېواده د بهرنیانو وتل دي.

د افغانستان د سولې عالي شورا شاوخوا اویا تنه غړي لري، چې جهادي مشران، د قومونو سپین ږیري، استادان او د طالبانو د واکمنی یو شمېرغړي په کې شامل دي او دنده یي داده چې د افغان دولت او مخالفینو ترمنځ د پخلاینې لارې چارې ولټوي.

افغان دولت هیله مند دی، چې د دې شورا فعالیتونه ښې لاسته راوړنې ولري، د دې شورا له جوړېدو شاوخوا شپږ میاشتې تیریږي خو یو شمېر افغان کارپوهان د دې شورا فعالیتونه بې ګټې ګڼي، افغان سیاسي کار پوه احمدسعیدي وایي:

(تراوسه دا شورا کومه لاسته راوړنه نه لري، دوي د موټرو په اخیستواو د دفترونو په جوړولو بوخت دی او داسې ځایونو ته چې ضرورت ورته نه وي، دوي په لوی لاس غواړي د ګاونډیو هېوادونو لاس وهنه په هېواد کې زیاته کړي.)

د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، په دې برخه کې یي فعالیتونو مثبتې نتیجې ورکړي دي، خو دی هدف ته رسېدل، وخت ته ضرورت لري.
XS
SM
MD
LG