د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۱

په کندهار کې درې چاودنې د سپي جنګولو په میدان کې


د کندهار په چاودنو کې پنځلس تنه مړه او زخميان دي
د کندهار په چاودنو کې پنځلس تنه مړه او زخميان دي
لومړی دوې پر له پسې چاودنې غرمه دولس نيمې بجې د ارغنداب ولسوالۍ د سرکاري باغ په ګل کلاچه کې د سپیو جنګولو په يوه ميله ځای کې وشوې.

عیني شاهدانو ازادۍ راډيو ته وويل، چې په ياده ميله کې چې هره يکشبې جوړيږي لسګونو عامو خلکو او يو شمېر پوليسو ګډون کړي وو، چې يادې چاودنې وشوې.

د کندهار د امنيي قومندان خان محمد مجاهد د پېښې په ارتباط ازادۍ راديو ته وويل، د دولت وسلوالو مخالفينو په ياده سيمه کې مخکې ماينونه ځای پرځای کړي وه.

د خان محمد په وينا په دې دواړو چاودنو کې اته تنه ملکي وګړي وژل شوي او پنځه تنه پوليس ټپيان دي.

دغه راز په ورته وخت کې د ښار په لوديځ ميرويس مېنه کې هم پر نړېوالو ځواکونو د سړک دغاړي بمي چاودنه شوې.

د امنېي د قومندان په وينا په چاودنه کې يو بهرني سرتېری او يو ماشوم ټپي دی:

(د دولت دښمنانو مخکې له مخکې په هغه ځای کې ماينونه ايښي وه، چې په دې سره زموږ اته تنه بې ګناه هېوادوال شهيدان شوي او ځیني پوليس چې هلته يي ګزمه کوله ټپيان دي.)

د لومړي پېښې مسووليت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی، خو د دولت وسلوال مخالفين ادعا کوي چې پر نړېوالو ځواکونو چاودنه دوي کړی او اته تنه بهرني سرتيري يي وژلي دي، خو د امنيي قومندان د طالبانو دا ادعا رد کړه.

د يادولو وړده چې له دې مخکې هم د کندهار ښار د باغ پول په سيمه کې په ورته ميله ځای کې يوې ځان وژونکي حملې تر سلو زيات کسان مړه او زخميان کړي وه.

راپور،محمد صادق ریښتینی،کندهار
XS
SM
MD
LG