د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۶

د ځوانانو لپاره ځانګړې اوونیزه خپرونه


شکیرا:

تاسو د شکیرا د سندرې یوه برخه اورېده،۳۴کلنه شکیرا چې پوره نوم یې شکیرا ایزابل مبارک ریپل دی د خپلو سندرو، ښکلي غږ، څېرې دغه راز د موسیقۍ د خاصې لارې او موزونو حرکاتو له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده.

شکیرا په کولمبیا کې زېږېدلې او لویه شوې ده مور یې د کولمبیا او پلار یې لبنانی دی.

شکیرا له ماشومتوبه له موسیقۍ او شعر ویلو سره مینه درلوده، په اته کلنۍ کې یې سندرې بلل پیل کړل او په دیارلس کلنۍ کې یې د سوني په نامه د کولمبیا د موسیقۍ له یوه شرکت سره تړون لاسلیک کړ او خپل لومړنۍ البوم یې د magic یا جادو په نامه بازار ته وړاندې کړ.

شکیرا کله چې له ښوونځي خلاصه شوه، خپل ټول وخت یې موسیقۍ ته ورکړ او شا په شا یې درې نور البومونه هم را وویستل چې همدې البمونو په لاتینه امریکا، برازیل او اسپانیا کې خورا مشهوره کړه داسې چې یوازې په اتو هېوادنو کې یې تر څلور میلیونه کاپي البومونو زیات وپلورل شول.

شکیرا د ۲۰۱۰ کال د فوټبال د نړېوال جام د سیالیو په ویاړ، چې په جنوبي افریقا کې ترسره شوې هم یوه سندره وبلله چې په ټوله نړۍ کې مشهوره شوه.

شکیرا نه یوازې سندرغاړې، بلکې تصنیف جوړونکې هم ده او د سندرو شعرونه یې هم خپل دي.

شکیرا په اسپانیوي، انګلیسي، فرانسوي، ایټالوي، عربي او پرتګالي ژبو سندرې بولي، پاپ ـ راک ترکیبي سبک موسیقۍ یې خوښېږي خو د خپل پلرني ټاټوبي عربي موسیقۍ ته هم وفاداره ده.

شکیرا په دې وروستیو کې د افغان سندرغاړي احمد ظاهر پښتو سندره اوبه درته راوړم هم بیا بللې.

افغان ځوانان د شکیرا د غږ او سندرو مینه وال دي.

پرزه ویل
:

د پرزه ویلو اصطلاح به تاسو هم اورېدلي وي پرزه ویل د جنسي ځورونې یو ډول دی او هغه لنډه تحسین کوونکې یا ناوړه جمله وي چې ځینې ځوانان یې په ښار او بازار کې نجونو او ځوانانو ښځو ته وایي او تېرېږيږي.

د کابل ښار اوسېدونکې ثریا وایي، چې ډېر ځله له داسې ځوانانو سره مخ شوې چې یا یې له موټره سر راویستلی او یوه خبر یې کړې یا هغه وخت چې له څنګه یې تېر شوي او دا یې ځورولې ده.

که هر زلمی وپوښتې د نجونو ځورونه اوپرزه ویل ناوړه عمل او له ټولنیزو ادابو لرې بولي او وایي، کله یې دا کار نه دی کړی خو دا مني چې شته داسې ګڼ هلکان چې په پرزو او ناوړه خبرو نجونې ځوروي.

د لوګر اوسېدونکی تراب خان خپله د دغسې ځورونې شاهد دی، دی د خپلو سترګو د لیدلی حال کیسه کوي.

د کابل اوسېدونکې فرزانه بابک وایي، چې تر اوسه کله د پرزو ویلو ښکار شوې نه ده دا په دغسو ځورونو کې نجونې هم ملامتې ګني .

تراب خان د ځوانانو د پرزه ویلو علت تر ډېره د ځوانانو شوخ طبعي بولی خو وایي چې ځینې ځوانان له بد اخلاقۍ هم دا کار کوي .

ځینې وخت د پولیسو له خوا هغه ځوانان چې د نجونو د ښوونځیو په مخ کې ولاړ وي نیول شوي او سزا ورکړل شوې خو له هغو سره به څه کېږي چې په لاره او سرک کې خلک ترې په عذاب وي.

افغان خبریاله امنه مایار داسې کړنې له ټولنیزو ادابو لرې عمل بولي وایي، دغسې کسان یوازې هغه وخت اصلاح کیدلی شي چې خپل وجدان یې راویښ شي .

دا خپرونه د پاڼې په کیڼ اړخ کې د(ږغ) له برخې اورېدلی شي.


تاندې څانګې خپرونه چې په کابل کې یې لینا شریفي برابروي د هرې شنبې او دوشنبې به ورځو خپرېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG