د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

سنګین:د نوري فایبر د شبکې د غځولو په مخ کې امنیتي ستونزې پرتې دي


د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژی وزارت وايي، چې په یو شمېرسیمو کې موجودو امنیتي ستونزو د نوري فایبر د غځولو کار له خنډ سره مخامخ کړې.

د مخابراتو سرپرست وزیر وویل، په افغانستان کې د نوري فایبر د غځولو کار ډیر پرمختګ کړې او له دې لارې له ځینو هېوادونو سره اړیکې هم ټینګې شوي.

خو ښاغلي سنګین، چې ده ته د مخابراتي خدماتو له کبله د جي اس ام یا د موبایل د نړېوالې ټولنې له خوا د ورکړل شوې جایزې په لمانځ غونډه کې خبرې کولې وویل، چې د دې شبکې د بشپړولو لپاره یی هلې ځلې روانې دي:

“ البته په دوو درو ځایونو کې د امنیتي ستونزو له امله موږ ونه شوای کولای د نوري فایبر پروژه بشپړه کړو، چې هغه د هلمند او هرات تر منځ او د بادغیس سیمي دي، لږ ستونزې لرو خو کار روان دی.

فکر کوو چې انشا الله په 1390 کال کې به وکولای شو چې پاتې دوه ځایه هم بشپړه کړو دا یوه اوږد مهاله پروژه ده.”

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژی سرپرست وزیرهمدا راز وویل، چې په څلورو جنوبي ولایتونو پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر کې يي د نوري فایبر د غځولو نوی پړاو پیل کړې دې.

په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژی وزارت پرېکړه وکړه، چې افغانستان د نوري فایبر له لارې له نړۍ سره ونښلوي.

له دومره پرمختګ سره سره یو شمېر خلک اوس شکایت کوي، چې مخابراتي خدمتونو بیی لوړې دي، خو ښاغلی سنګین وايي، چې په افغانستان کې مخابراتي خدمتونه نوې پدیده ده، نو د بیو ټیټیوالی يي وخت ته اړتیا لري:

“په تیرو 8 کلونو کې بیي له ډیرې لوړې کچې څخه نسبتا اوس راکښته شوې دي، چې د سیالیو نتیجه وه، زه باوري یم چې دا سیالۍ دوام پیدا کوي.

زموږ یوه ستونزه دا ده، چې ګران هېوادوال زموږ بیي د نورو هېواونو سره پرتله کوي، په افغانستان کې دا خدمات نوي پیل شوي، زموږ د ځینو شرکتونو اوس 6 کاله کیږي او د ځینو درې، مګر په نورو هېوادونو کې 20 کاله کیږي چې پرانیستل شوي دي او تر شلو کالو وروسته یې اوس بیي ډیرې کښته کړي، زه هم هېوادوالو ته وعده ورکوم چې شل کاله وروسته به زموږ بیي تر دوي هم کښته وي.”

د مخابراتو وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال په افغانستان کې اتیا فیصده خلک له مخابراتي خدمتونو څخه ګټه اخلي.

د دغه وزارت چارواکي وایي، چې هڅه کوي پاتې شل فیصده خلک هم د مخابراتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راولي، خو عام خلک او کتونکي وایي، چې دغه وزارت باید د مخابراتي خدماتو د پراخولو ترڅنګ د هغو کیفیت ته هم پاملرنه وکړي.
XS
SM
MD
LG