د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۵

د ملي اردو201 سېلاب قول اردو قومندانۍ ختیځ زون ته انتقالیږي


د سېلاب قول اردو قوماندان جنرال عبدالله
د سېلاب قول اردو قوماندان جنرال عبدالله
د ملي پوځ 201 سېلاب قول اردو قوماندانۍ وايي، ختیځ زون ته د انتقالېدو لپاره پنځه لوی هدفونه لري، چې تر ټولو لوی یې د ډیورینډ کرښې ته په پرتو ولایتونو کې پراخ عملیات پیلول دي.

د سېلاب قول اردو قوماندان جنرال عبدالله د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دغه عملیات به کونړ، نورستان او د کاپیسا او ننګرهار ولایتونو په ځینو سیمو کې پیل شي.

نوموړي د افغانستان په امنیتي چارو کې د ګاونډېو هېواونو لاس وهنو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې اوس هم وسله وال رالیږي او ملاتړ یي کوي:

(زموږ یو شمېر ګاونډیان زموږ په داخلي امورو کې ګوتې وهي او مخالفین هم تربیه کوي.)

که څه هم نوموړي په ځانګړي ډول د کوم هېواد نوم یاد نه کړ، خو ویي ویل چې، د ډیورینډ کرښې ته په پرتو ولسوالیو او سیمو کې یې په عملیاتو کې د وسله والو مخالفینو لوی ډلې له منځه وړي دي.

خو تر دې مخکې افغان چارواکو په وار- وار ویلي چې وسله وال مخالفین له ګاونډي پاکستان څخه را اوړي او هلته یي د ځینو ډلو له خوا ملاتړ کیږي.

جنرال عبدالله وویل، چې په وروستیو څو میاشتو کې یي پوځیانو ښې لاسته راوړني لرلي او د مخالفینو شا او خوا 60 سلنه حملې یې بې اغېزې کړي.

همدا رنګه ده وویل، چې ملي اردو اوس هم لازمې اسانتیاوې نه لري او په ځانګړې ډول د هوايي ځواک او درنو وسلو په برخه کې ستونزې لري:

“عمومي ستونزې چې موږ یې لرو او تاسو هم شاهدان یاست، پوځ غریب دی،لکه درنه وسله، توپ، ټانک، زرهې پوښ، دا خو له تاسو او نړۍ څخه پټه نه ده چې دغه وسایل نه لرو او همدارنګه د هوايي ځواک ملاتړ، چې نه یې لرو په دې برخه کې له ستونزو سره مخ یو.

دولت پلان لري، چې په دې وخت کې پوځ ډیر کړي او کیفیت یې هم لوړ کړي.”

ده وویل، چې ختیځ زون ته د دې قومندانۍ د لیږلو پرېکړه د افغانستان د امنیت شورا او دفاع وزارت کړې ده.

له دې ټولو خبرو سره - سره افغان ولسمشر حامد کرزي د مونیخ تر نړېواله امنیتي غونډې وروسته وویل، چې د نوي لمریز کال په لومړۍ ورځ به له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د افغانستان د امنیت سپارل چارې پیلیږي.

تر هغه وروسته د دفاع وزارت چارواکو هم له نړېوالې ټولنې وغوښته چې ورسره کړې ژمنې له یاده ونه باسي.

د پوځي او امنیتي چارو افغان څېړونکي هم سپارښتنه کوي، چې د امنیتي مسئولیت تر اخیستلو مخکې د افغان ځواک غښتلتیا ته جدي پام وشي.

راپور،معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG