د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۷

د افغانستان د کورنیو او دفاع وزیران به امریکا ته لاړ شی


د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیران به په دې سفر کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او سمبالښت په برخه کې د لا زیاتې مرستې د جلبولو هڅه وکړي.

ټاکل شوې د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردک او د کورنیو چارو وزیر جنرال بسم الله محمدي په روانه اونۍ کې په یو کاري سفر امریکا ته روان شي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي د یکشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، چې د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردک به په دې سفر کې له امریکایي لوري سره په افغانستان کې د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال په بهیر هم خبرې وکړي.

(افغان ځواکونو ته نږدې ټولی مرستې د امریکا متحده ایالتونو له خوا کیږي، نو په دې خاطر مو مخکې هم په دې اړه په بېلابېلو مسایلو له امریکایي چارواکو سره خبري روانې وې.

په دې ځل به طبعا د افغان ځواکونو په ځانګړي توګه د ملي اردو په تجهیز، پراختیا، د ظرفیتونو په لوړولو او د امنیتي مسولیتونو د سپارلو د بهیر د پیل او بشپړوالي په اړه به خبرې او بحثونه وشي.)

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت هم تایيد کړې، چې د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي هم د دفاع له وزیر سره په دې سفرکې ملګری دی.

که څه هم د دغه وزارت ویاند زمری بشري په دې اړه زیات جزیات ورنه کړل خو ویي ویل، چې ټاکل شوی د کورنیو چارو وزیر په خپله په دې اړه نور معلومات له رسنیو سره شریک کړي.

د امنیتي چارو کار پوهان بیا په داسې شرایطو کې امریکا ته د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو سفر مهم بولي او وایي چې دوي باید له امریکایي چارواکو څخه په دې سفر کې د پیسو پر ځای د هوایي ځواک د پیاوړي کولو او درنو وسلو غوښتنه وکړي.

د پوځي چارو کار پوه جنرال عتیق الله امر خیل د یکشنبې په ورځ ازادۍ را‌ډیو ته وویل چې یاد شوي وزیران باید له امریکایي چارواکو سره د امنیتي ځواکونو د روزنې مسله هم په زغرده مطرح کړي:

(د هوايي ځواک په اړه باید د امریکا د دفاع وزارت له چارواکو سره جدي خبرې وشي او ورسره غرنۍ وسلو او درنې وسلو په اړه باید ورسره خبرې وشي)

د دفاع او کورنیو چارو وزیران په داسې حال کې امریکا ته سفر کوي چې ټاکل شوې د روان میلادي کال په نیمایي کې افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د سپارلو لړۍ پیل شي، چې تر دوه زره څوارلسم میلادي کاله پورې به بشپړه شي.

د چارو کتونکي په اوسنیو شرایطو کې افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د سپارلو په اړه اندیښمن دي او وایي چې په دې وسلو او امکاناتو سره افغان ځواکونه نه شي کولای چې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې مبارزه وکړي.

دا چې افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتو د سپارلو لړۍ به څومره بریالۍ وي او وروسته له هغې به د هېواد امنیتي وضع په کوم لورځي دا هغه پوښتنې دي چې ځوابونه به یي وخت روښانه کړي.

راپور: ذکیه غیاثي،کابل
XS
SM
MD
LG