وروسته له هغې چې وسلوالو مخالفینو په دې وروستیو کې په کابل، کندهار او ننګرهار کې په پرله پسې توګه مشخص اهداف په نښه کړل او یو شمېر ملکي خلکو او عسکرو ته یې مرګ ژوبله واړوله، د کورنیو چارو وزارت وايي، وسلوالو مخالفینو خپل تاکتیکونه بدل کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند زمري بشري د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، وسلوال مخالفین اوس په داسې ځایونو د بریدونه کوي چې هیڅ اټکل یې نه کیږي:
(د هېواد په کچه زموږ ارزیابي دا ښیي چې په ټولیز ډول د تخریبي او جرمي پېښو په کچه کې کموالی راغلی، خو په عمل کې د تاکتیک بدلون لیدل کیږي.
په اوسنیو شرایطو کې بلواګر په هغو ځایونو حملې کوي، چې هغه نرم اهداف وي په دې مانا چې هلته ډیر تحکیمات موجود نه وي او د حملو تمه هم نه په کې کیږي.)
د کورنیو چارو وزارت ویاند دغه خبرې وروسته له هغې وکړې، چې په دې وروستۍ یوه میاشت کې په ملکي ودانیو باندې څو ځایه بریدونه وشول، چې له هغې ډلې څخه یوه یې په ننګرهار کې د کابل بانک او په کابل کې د سیټي سنټر په نوم په یوه سوداګریز مرکز بریدونه دي.
زمري بشري همدا راز وویل، تیره اونۍ په ټول هېواد کې له یونیم سلو څخه زیاتې جرمي او تخریبي پېښې شوي چې له هغې ډلې څخه ۵۲ حملې د پولیسو له خوا کشف شوي دي او د پاتو په اړه یې پلټنې روانې دي.
نوموړي وویل، د دې حملو په اړوند یې له دووسووڅخه ډیر مشکوک کسان هم نیولي دي.
د وسلوالو مخالیفینو د هغه خبرداري په ځواب کې چې ویلي یې دي، په راتلونکې پسرلي کې خپلو بریدونو ته شدت ورکوي او د خپلو له لاسه وتلو سیمو د بیرته نیولو هڅه به کوي، ښاغلي بشري وویل، دوي په نوي کال کې نوي تدابیر په پام کې لري:
(بې له شکه د نوي کال په پسرلي کې د امنیت د ټینګښت لپاره نوي پلانونه په نظر کې نیول شوي دي، په ځانګړې توګه په هغو ځایونو کې چې د وسله والو له لاس وهنو څخه پاک شوي دي، لکه د هېواد په جنوب کې کندهار او هلمند او په شمال کې بغلان ،کندوز او تخار.
د دغو سیمو د امنیت او ثبات لپاره چې اوس مهال په کې نوي امنیتي ځواکونه ځای پرځای شوي دي نوي او ګټور پلانونه نیول شوي.)
په افغانستان کې هر کال د ژمي په تیرېدو سره د وسلوالو مخالفینو په فعالیتونو کې شدت راځي، یو شمېر افغان چارواکي سږ کال هم د دې اټکل کېدای شي چې افغان او نړېوال ځواکونه به په بېلابېلو سیمو کې د مخالفینو له تازه بریدونو سره مخ شي.
په عین حال کې ټاکل شوې چې په نوي لمریز کال کې چې نږدې یوه میاشت ورته پاته ده، افغان ځواکونو ته د امنیت د انتقال لړۍ هم پیل شي.