د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۴

امریکا غواړي له طالبانو سره په مستقیم ډول د سولې خبرې وکړي


د شنبې په ورځ ، نیویارکر مجلې يه یوې مقالې کي ولیکل چې د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې له طالبانو سره مستقیمې خبرې پیل کړې، خو دا خبرې او تماسونه د حقایقو میندنه بلل شوې او تر اوسه ورته د سولې د خبرو نوم نه دی ورکړل شوی.

د نیویارکرمجلې د دې راپور لیکونکي، په خبرو کې له شاملو اړخونو سره غږیدلی او لیکي: دا خبرې په دې مقصد پیل شوې چې معلومه کړي د طالبانو کوم مشر یا مشران باید چې په رسمې او مستقیمو خبرو کې شامل شي او په کوم شرایطو به خبرې کیږي.

د مقالې لیکوال سټیف کوول وایي، تر کومه ځایه چې ماته معلومه ده د امریکا او طالبانو تر منځ دا خبرې د حقایقو یا معلوماتو تر لاسه کول دي .

رویټرز لیکي: د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د طالبانو له اوسنیو او پخوانیو مشرانو سره وخت په وخت خبرې کړې، خوکومه غوڅه او مهمه نتیجه یي نه ده ورکړې.

اژانس زیاتوي، په تېرعیسوي کال کې هم په خبري رسنیو کې راپورونه خپاره شوي وو چې افغان چارواکو او طالب مشرانو د ناټو په مرسته او ملاتړ، د سولې پټې خبرې کړې دي. په یوه مورد کې د طالبانو یو مشر جعلې وخوت او یوه عادي دوکاندار ځان د طالبانو مشر معرفي کړی و.

د امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له ۱۱ مې راهیسې له طالبانو سره مستقیمې خبرې رد کړې او وایي، طالبانو د نیویارک او واشنګټن په تروریستي حملو کې له القاعده سره لاس درلود.

رویټرز لیکي: د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو پخواني خاص استازي ریچارد هولبروک چې په تېر ډیسمبر میاشت کې مړ شو، له طالبانو سره د مستقیمو خبرو لپاره زیاتې هلې ځلې کړې وې.

د نیویارکر مجلې په مقالې کې ویل شوي، د امریکا د متحده ایالاتو او طالب مشرانو تر منځ دا وروستۍ مستقیمې خبرې به نورو بریالیو او دوام دارو خبرو ته لار هواره کړې، د دې خبرو مشري به ولسمشر حامد کرزی کوي او متحده ایالات به یي ملاتړ کوي.

په مقالې کې دا هم ویل شوي، د امریکا او طالبانو تر منځ د مستقمیو خبرو یو مقصد دا دی چې، حد اقل د طالبانو ځیني مشران ممکن له القاعده سره اړیکې وشلوې او د افغانستان سیاست کې ونډه واخلي، خو دا خطر هم شته چې په دې کار سره ممکن د پښتنو او نورو قومونو تر منځ شخړې زیاتې شي.

د نیویارکر مجلې په مقالې کې ویل شوي، د امریکا او طالبانو تر منځ دا مستقیمې خبرې به ډېرې پیچلې وې او ورو به پر مخ ځي، زیات احتیاط به کیږي چې نه یوازې د افغانستان ګاونډی هېواد پاکستان په کې اغیز ونه کړي بلکه نورهېوادونه لکه ایران، هند، ازبکستان، چین او روسیه هم باید له لاس وهنو څخه لیری وساتل شي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلنټن د جمعې په ورځ په یوې وینا کې وویل، متحده ایالات د افغانستان د جګړې د ختمولو په مقصد ډیپلوماتیکي قوت زیاتوي.

کلنټن وویل، موږ ډپلوماتیکې قوت یا هلې ځلې زیاتوو تر څو د افغانستان شخړه سیاسي حل پیدا کړې، په دې کار سره د طالبانو او القاعده شبکې تر منځ بیلتون رامنځ ته شي، په افغانستان کې به وسله والې شخړې ختمې شي او په دې توګه به د افغانستان او سېمې له ثبات سره مرسته وشي.
XS
SM
MD
LG