د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۹

په بحرین کې خلک د وژل شوېو کسانو په ویر کې برخه اخلي


په بحرين کې نن په زرګونو کسان د هغو وژل شوېو کسانو په وير کې برخه اخلي چې د مظاهرو په جريان کې د تاوتريخوالي له کبله وژل شوي دي.

دوي چې شعارونه له ځان سره لېږدوي د حکومت پرضد شعارونه ورکوي.

کله چې پرون امنيتي ځواکونو هڅه کوله د پايتخت د مرکزي چوک او لارو کوڅو څخه په زرګونو راټول شوي مظاهره چيان وباسي، تر اوسه څلورو کسانو د وژل کېدو او تر دوه زياتو نورو د ټپي کېدو خبرونه ورکړل شوي دي.

تازه راپورونه وايي، چې په تېرو اوو ورځو کې په تاوتريخوالي کې شپږ کسان وژل شوي دي.

په همدې حال کې د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير شيخ خالد بن احمد الخليفه پرون په يوه کنفرانس کې وويل، چې پوليسو تر خپله وسه خپل کار کړى دى:

”دغه هېواد د فرقوي شخړو د پاڼ پر څنډه روان و، دا ډېر مهم ګام و، چې بايد اخيستل شوى واى، پوليسو تر ممکنه حده څارنه وکړه، خو داسې ګرنټي نه شي ورکول کېدى چې هېڅ خواشينوونکې پېښه به نه کېږي. له بده مرغه چې په دغو پېښو کې ځينې کسان وژل شوي هم دي“

د بحرين حکومت پر عامه غونډو بنديز لګولى، عسکر د ماناما په کليدي سيمو او ساحو کې له زغروالو ګاډو سره راوتلي دي.

مظاهره چيان په دې هېواد کې د پراخو اصلاحاتو غوښتنه لري.لوېديځو هېوادونو له بحرين څخه غوښتي چې د دې ستونزې په مقابل کې دې خپل کنټرول نه بايلي.
XS
SM
MD
LG