د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۶

ایا د منځني ختیځ مظاهرې به پر افغانستان تاثیر وکړي؟


د فارن پالیسي نشریې په خپلی وروستۍ ګڼې کې دا پوښتنه مطرح کړې، چې ایا د قاهرې په تحریر میدان کې وروستۍ مظاهرې چی په نتیجه کې یې د حسني مبارک رژیم په مصر کې ړنګ شو په کابل هم تاثیر کولای شي او که نه ؟

نشریه لیکي، په منځني ختیځ کې د روانو مظاهرو له پيل راهیسې افغان کارپوهانو چې ځینو یې په عربي هیوادونو کې زده کړي هم کړی دی د بحث او څیړنو لسګونه غونډی وکړې.

ځینو ورځپاڼو او ویب سایټونو په دې انتقاد وکړ چې جمهور رییس کرزي ولې د مصر د تغییراتو په وړاندې چوپتیا اختیار کړې.

د تغییر او هیلې په نامه د ډاکټر عبدالله په مشري د دولت مخالفینو په یوې اعلامیې کې وویل، چې د مصر او تونس په څیر تحولات په افغانستان کې هم راتلای شي.

تردې چې طالبانو هم څو ورځې مخکې په مصر او عربي نړۍ کې د تحولاتو په اړه خپله اعلامیه خپره کړه او دا څه د حیرانتیا خبره هم نه ده.

دوی وویل، چې کرزی به هم د دغسی یوپاڅون له امله راوپرځي.

خو په هرصورت د دوی عکس العمل د تونس او مصر د پاڅون په څیرشدید نه وو.

ګڼو اجتماعي حلقو او خبري رسنیو په عربي نړۍ کې د روانو تحولاتو په اړه لسګونه تبصرې وکړې او یوله بله یې پوښتني وکړي، چې که دوی هم په افغانستان کې په ورته مظاهرو لاس پورې کاندي.

خو ډیرو ویره او اندیښنه څرګنده کړه، چې دغه ډول مظاهرې به هېواد کې نوره ګډوډي هم رامنځ ته کړي او کیدای شي، چې مخالفې ډلې ترې ګټه واخلي.

فارن پالیسي نشریه چې له امریکا خپریږي په خپلی یوې بلې مقالی کې لیکي چې د امریکا د دواړو ګوندونو د سناتورانو یوې ډلې په دې وروستیو کې د افغانستان د رغونې لپاره د امریکا د حکومت د خاص مفتش ارنولډ فیلډز برطرفۍ د ځان لپاره یو سیاسی بری وباله.

دوی وویل چې له کلونو راهیسی یې آرنولد فیلډز د فشار لاندې نیولی وو.
فارن پالیسي په دې اړه د جمهوري پلوې سناتورې سوزان کولینز داخبره رااخیستې، چې وایي ما څو ځلې د دغې مفتشې ادارې د کړو وړو په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه او له څو میاشتو راهیسې څرګنده وه چې دغه مهم ماموریت څومره چې ښایي موثر کار نه کوي.

نشریه وړاندې لیکي، که له دې تیر شو چې د آرنولډ فیلدز خلاف اقدامات څومره درست وو او که نه خو دا باید هیرنه کړو، چې د ده لیری کول یو سیاسی ماحول پوری هم ارتباط لري .

کانګرس کوشش کوي ترڅو خپل اعتبار وښیی چی دوی په افغانستان کې دروانو زیارونو څارونکی دی .

په افغانستان کی نن ورځ هرډول مشکلات او ستونزی چې دی یو علت یی دکانګرس اشتباه ده چی له کلونو راهیسي یې د افغانستان د بیارغونې د چارو د ماموریت تفتیش ته چندان پاملرنه نه وه کړې او له پیله یې له سیال سره د رقابت لوبه راخیستې وه.

خو د کانګرس اوسنی لیوالتیا چې غواړي په افغانستان کې د امریکایي زیارونو څارنه وکړي، کیدای شي ډیره کمه او ناوخته وي.

د افغانستان د بیارغونې ستراتیژۍ تر نژدې وخته پوری کافی مالی منابع او څارونکې اداره نه درلوده. له مسؤولیتونو په دې شان ځان لیرې ساتل دامعنی لري، چې د افغانستان د بیارغونی ماموریت ته اصلا د بریالیتوب کوم ښه چانس نه دی ورکړل شوی او په دې کې هم شک رامینځ ته کیږي چې کانګرس به رښتیا هم د دې توان ولري چې د یوویشتمې پيړۍ وړې جګړی وڅاري.
XS
SM
MD
LG