د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۱ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۵۰

د ایران پارلمان وايي، مخالف مشران دې اعدام شي


د ایران پارلمان
د ایران د دولتي تلویزیون په حواله، د پارلمان یو شمېرمرستیالانو نن د مخالفو مشرانو د اعدام غوښتنه کړې، دا غوښتنه وروسته تر هغې وشوه، چې د دوشنبې په ورځ د حکومت مخالفانو په تهران او لږ تر لږه د ایران په پینځو نورو ښارونو کې په اعتراضونو لاس پورې کړ چې د پولیسو له خوا یې مخه ونیول شوه او وځپل شول.

پخواني صدراعظم میر حسین موسوي او د پارلمان پخوانی ویاند مهدي کروبي د مخالفینو مشري کوي، د ایران د حکومت مخالفان په مصر او تونس کې د خلکو د پاڅون او اعتراضونو څخه د ملاتړ په نیت راوتلي وو.

په تهران کې د پولیسو او په لسګونو زرو ایراني مظاهره کونکو ترمنځ د نښتو په نتیجه کې د دوشنبې په ورځ یو تن ووژل شو.

مظاهره کونکو د مصرله خلکو سره پیوستون څرګند کړ، په مصر کې نږدې له درې اونیو اعتراضونو وروسته د دې هېواد ولسمشر، حسنې مبارک، تر دیرش کلنې واکمنۍ وروسته دې ته مجبور شو چې له واکه لري شي.

د دوشنبې په ورځ په ایران کې دا مظاهره له څه باندې یوه کال راهیسې د مخالفینو لومړنۍ له اعتراضه ډکه غونډه وه، پولیسانو د تهران په انقلاب میدان ، امام حسین چوک او نږدې نورو لوېو لارو کې پر اعتراض کونکو اوښکې بهونکې ګاز استعمال کړ.

اعتراض کونکو د کثافاتو د بیرلونو شاه ته ځانونه پټول څو د ګاز له سپینې لوغړې ځان خوندي وساتي .

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلرې کلنتن د ایران له مظاهره کونکو ملاتړ وکړ او پر ایراني چارواکو یې غږ وکړ چې د مصر د په دی خلکو ته فضا پرانیږي:

(موږ د ایران د خلکو له انساني عمومې حقونو څخه ملاتړ کوو، دوي د همغو حقونو مستحق دي چې په مصر کې یې خپله ونډه ادا کړه او دا د زیږیدو له وخته د دوي حق دی.)

عیني شاهدان وايي، چې د ایران په پرونې مظاهرې کې لږ تر لږه دري کسه په ډزو ټپیان شول او د تهران مرکزي روغتون ته ورسول شول دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمخه په لسګونو نور په اخ و ډب کې د سختو ټپونو له امله روغتون کې بستري دي.

مظاهره کونکو شعارونه ورکول، چې یو ایراني به ومري خو سپکاوی به ونه مني، مړ دې وي دیکتاتور، دوې په خپلو شعارونو کې په مستقیمه توګه د ولسمشر محمود احمدي نژاد نوم اخیست.

دولتي پلوه فارس خبري اژانس د انقلابي ګارد په حواله مظاهره کونکي، منافقان، سلطنت غوښتونکي، وحشي او شورشیان بللي دي.

فارس وايي نامعلومه شمېر مظآهره کونکي د پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي .

د مخالفانو ویب پاڼه کلمه دات کام کې راغلي ورته مظاهرې په اصفهان او شیراز ښارونو کې هم وشوي چې د تهران په شان یې هلته هم د امنیتي ځواکونو له خوا مخه ونیول شوه.

کروبي او موسوي د خپل هېواد نارامي په مصر او تونس کې سره پرتله کوي، موسوي وايي د ایران مظاهري د پیل ټکی دی خو د دې ټولو پاڅونونو یو هدف دی او هغه د ظالمو حاکمانو ختمول دي.

د ترکیې ولسمشر عبداله ګل چې د دوشنبې په ورځ ایران ته ورسېد او له ایراني مشرانو سره یې خبرې وکړې د منځني ختیځ پر حکومتونو يي ټینګار وکړ، چې د خپلو خلکو غوښتنو ته غوږ کیږي.

ایرنا خبري اژانس د عبداله ګل څرګندوني راخیستي او د هغه له قوله لیکي، کله چې د هېوادنو مشران د خلکو غوښتنو ته پاملرنه ونه کړي نو خلک خپله د خپلو غوښتنو د لاسته راوړلو لپاره عمل کوی.
XS
SM
MD
LG