د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۰

اوباما د افغانستان لپاره د ۱۱۰ میليارډو ډالرو غوښتنه کړې


د امريکا ولسمشر بارک اوباما
د امريکا ولسمشر بارک اوباما
د امريکا ولسمشر بارک اوباما له دې سره سره چې امريکا له هېواده د باندې د اقتصادي فشارونو په خاطر په لويه پيمانه مصرفونه کموي د ۲۰۱۲ مالي کال لپاره د افغانستان د جګړې او نورو چارو لپاره د ۱۱۰ میليارد ډالرو غوښتنه کړې، خو د عراق لپاره يې ټولټال شپاړلس میليارډه ډالره وړانديز کړی دی.

سره له دې چې په عراق کې د امريکا لګښتونه کم شوي او له دې سره سره چې د افغانستان جګړه د عراق تر هغې څو کاله وروسته پيل شوې، لا هم امريکا تر افغانستان په عراق کې ډېرې پيسې لګولي دي.
XS
SM
MD
LG